یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+د افغان ځواکونو قرباني اوبو يوړه؟

د افغان ځواکونو قرباني اوبو يوړه؟

ليکوال: عبدالله خيبر

افغان ملي او امنيتي ځواکونه ډېر په سخت وخت کې جوړ شول، په عملي ډول په جنګ کې روزل شوی او قوي ځواک و، دښمن د دې ځواک لپاره ډېر پراخ او سيستماتيک تبليغ کاوه، تر څو افغان ځواکونه په روحي او رواني ډول وځپي او د دوی جکړه له دين او اسلام سره په ټکر کې ښکاري کړي، خو له دې سره بيا هم د پاکستان سره حساسیت او دښمنۍ زموږ د ځواکونو په زړونو کې د حسادت يوه لمبه بله وه چې د افغان ځواکونو په رګونو کې يې وينه ګرمه ساتلې وه او همدا لامل و چې د زمريانو په شان يې پر دښمن حملې کولې. دا چې د وژل شويو سرتېرو جنازه ملايانو نه کوله، نو د سرتېرې کورنۍ هم په رواني ډول ځپل کيده او خپل دوست و تربور ته يې سترګې ټيټيدې. زمونږ دښمنو استخباراتو روزلو ملايانو ته دا دنده ورکړې وه چې بايد د جنازې په نه کولو سره د سرتېرو او د هغوی د کورنيو روحيات زخمي او زړونه يې مات کړل شي. 

طالبانو افغان ځواکونه د امريکا سترګې، لاسونه او پښې ګڼل، د دې سترګو ړندول او د لاسونو پښو پرېکول د دوی لوی جهاد و، په دې باندې يې له خدايه حور و قصور ګټل، خو کله چې امريکايان له ولسواليو او بيا له ښارونو ووتل او يوازې افغان ځواکونه پاتې شول، طالب بيا هم جګړه بس نه کړه، بلکې تر پخوا يې هم تېزه او خونړۍ کړه، خو زموږ ځواکونه له ډېرو ستونزو سره سره بيا هم ملي کېدو ته نږدې وو، له قومي، حزبي او نامعلوم برخليکه ورو ورو په راوتو وو، که پاتې شوی وای، نو يو نه ماتېدونکی ځواک به و. 

ځينې وايي چې زموږ د ځواکونو دا دومره قرباني اوبه يووړه او په خپله زموږ سرتېرې هم له زيات روحي فشار سره مخ شوي دي، دوی فکر کوي چې ګواکې د دوی قربانيو او وينو نو کوم ځای ونېو؟ ځکه هغه حکومت چې دوی يې سربازان وو، له منځه لاړ، جمهورت مسخره شو، اوس داسې حکومت منځ ته راغی چې دوی ورسره په جګړه بوخت وو. د سرتېرو زړونه به په دې نه منونکو پېښو هرومرو مات شوي وي، خو دا خبره سمه نه ده چې د دوی قرباني دې اوبو وړي وي، هر څوک چې دا فکر کوي د سر سترګې يې خوړلي دي، همدې زړورو ځواکونو د جمهوريت تر څنګ د نظام دفاع هم کوله، که د جمهوريت ظاهري بڼه له منځه لاړه، نظام خو روغ پاتې شو، دا دنګې ودانۍ، سړکونه، پل و پلچک، ښوونځي، پوهنتونونه… او اداري بنسټونه چې نن جوړ دي او په دا شلو کلونو کې چې کوم پرمختګونه او تعميري کارونه شوي دي، دا د ملي ځواکونو د وينې، خولو او قربانيو برکت و. 

طالب که په دې وياړي چې موږ ناټو او امريکا ماته کړه او د جمهوريت پر ځای مو امارت راوست، ملي ځواکونه هم په پوره وياړ او هسکه غاړه ویلی شي چې موږ د ميليونونو افغانانو په سرونو کې د جمهوريت او خودمختارۍ زړي کرلي دي، امکان نه لري چې دا زړي دې راشنه نه شي.

 د افغان ملي ځواکونو قرباني او وينه د نورو د ګټو لپاره نه ده تویه شوې، د خپل هيواد او خپلو خلکو لپاره يې قرباني ورکړې ده. دوی طالب ته داسې جوړ نظام وروسپاره چې طالب يې په خوب کې هم فکر نه و کړی، که په طالب کې يوه زره افغاني احساس هم وي، بايد افغان ملي ځواکونه له ياده و نه باسي او له خپلو سرتېرو سره يې لکه دوه وروڼه څنګ په څنګ ودروي او پرېنږدي چې دوښمن د دوی په زړونو کې د دښمنۍ سپرغۍ بلې کړي.

په همدې هيل

1 COMMENT

  1. افغان ملی اردو د مفسدینو پهره داره وه! او حکومت د مفسدینو و لکه محقق، خلیلی، دوستم ،نور، قدیر،سیاف، مسعود ، بسم الله، و ….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب