شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeټولنیزد نابرابرۍ اغېز / مبارك علي

د نابرابرۍ اغېز / مبارك علي

تمدنونه له هماغه پيله د تغيير او بدلانۀ په حال كې وو. په هغو ډېرو تغييراتو كې چې دوى يې اوسني حال ته راوستي دي، يوه هم دا خبره ده چې متمدنو ټولنو څنګه ځانونه په لوړو او ټيټو طبقو باندې ووېشل.

  اجتماعي مقام د ثروت، قدرت، او وينې په اساس ټاكل كېدۀ. خلكو كله كله خپل قدرت او ثروت د خپلو كورنيو لپاره د روښانه تاريخ د جوړولو لپاره پكاراوۀ او له اشرافو او درنو ټبرونو سره به يې د تعلق لرلو خبرې په دروغو جوړولې.

 د اجتماع له اغېزمنې طبقې سره تعلق نه يوازې د وياړ او عزت سبب و، بلكې د دې طبقې غړيو ته يې حق وركاوۀ چې د ټولنې په بې وسه او بې مقامه عادي خلكو باندې باداري وكړي او حكم ورباندې وچلوي. دلته همېشه داسې لاره وه چې يو څوك له ټيټې څخه لوړې طبقې ته لاړ شي. كه څه هم دې شي به وخت اخيست چې لوړه طبقه يو څوك په خپله غيږ كې ومني خو بيا هم ځينې كسان له ټيټې طبقې لوړې طبقې ته ختل او ځينو بيا قدرت له لاسه وركاوۀ.

  هغه كورنۍ چې له غوريزو سره يوځاى كېدلې هڅه يې كوله چې د نوي طبقاتي موقف د ساتلو لپاره شجرې جوړې او په دې ډول خپل اصيل والى ثابت كړي. كه به اصيلې كورنۍ بې وسه او بې شتو هم شوې، دغه شجرې د دوى د اجتماعي حيثيت د ساتلو لپاره وروستۍ وسله وه.

  كله چې د نادرشاه افشار زوى له يوې مغولې شهزادګۍ سره وادۀ وكړ، د وادۀ په مراسمو كې قاضي د مغولو له دود سره سم، له زومه د شجرې پوښتنه وكړه. نادرشاه افشار خپله توره راوايستله او ويې ويل: نادرشاه، د تورې زوى، د تورې لمسى او د تورې كړوسى.

   د دې خبرې له كولو وروسته نادرشاه افشار خپلو مېلمنوته وكتل، ورته ويې ويل چې د كورنۍ په باب مې نور معلومات هم غواړئ؟ خو چا د بلې پوښتنې جرءات ونكړ.

   لوړو طبقو له عادي خلكو ځان په كلتوري بنيادونو بېل ساتۀ. د دوى د ژبې، جامو، د معاشرت د آدابو، د ژوند د طريقې او د دودونو سويه تر معمولي خلكو دومره لوړه وه چې هغوى يې پيروي نه شواى كولى. دغو كلتوري توپيرونو د ټيټې طبقې خلك نالوستي، ناخبره، لټ او بې اهميته ساتل. يوه مشهوره خبره ده چې باچا بايد خلك په نس ماړۀ كړي خو د ذهني ودې اجازه دې هيڅ وخت نۀ وركوي. دى بايد د هغوى بدن پياوړى خو د هغوى شخصيت كمزورى وساتي.

  د هندو مذهب د عالمانو په نظر د عادي خلكو تر منځ ډول ډول  شخړې چې په ټولنه كې يې ګډوډي او انارشي راوسته، د سلطنت د پيدا كېدو اصلي وجه ده.خدايانو فيصله وكړه چې د زور په وسيله د سولې د ساتلو او د پرګنو د كنټرولولو لپاره پاچايان راواستوي. څرنګه چې هر كاسټ په ټولنه كې له خپل موقفه خبر و او په دى موقف يې ايمان درلود ،نو د كاسټ د بدلولو ضرورت نه احساسېدۀ. ځكه خو د هند په تاريخ كې د ټيټې طبقې هيڅ غړي د لوړې طبقې په خلاف قيام نه دى كړى. د هرچا طبقه د تولد له ورځې معلومه وه او دغه شي چې طبقاتي نظام مظبوط ساتۀ، له يوې طبقې يې بلې ته تګ ناممكن ګرځاوۀ.

   د ارتشاسترا مولف واكمنو ته نصيحت كوي چې عالي رتبه مقامات بايد همېشه له اشرافي كورنيو او لوړو طبقو انتخاب كړي. كه ساري ناروغي، يا وچكالي يا كاختي عادي خلك مړۀ كړي، د دوى په مړينه وير نه دى پكار ځكه دوى د مځكې په اوږو د يو بار حيثيت لري، خو  اشراف او با كلتوره كسان دې نۀ مري ځكه د دوى مړينه ملك و نظام ته لوى تاوان دى. د ارتشاسترا د مولف په نظر اشراف باارزشه دي ځكه پوهه يې حاصله كړې او دا نورخلك بې ارزشه دي ځكه نالوستي دي او  كلتوري و اجتماعي شعور نه لري.

   په ميسوپوتاميا (بين النهرين) كې ټولنه په دريو طبقو ويشل شوې وه: روحاني، پاچا او عام ولس. له روحاني سره خدايي قدرت مل و. دغه شي د دۀ اهميت تر پاچا زيات كړى و. دعا كول د روحاني امتياز و. دۀ له خدايانو څخه د خلكو د خير غوښتنه كوله خو پخپله دۀ د بل چا دعا ته ضرورت نۀ درلود.عادي خلكو ته دا اجازه نۀ وه چې دعا وكړي يا د روحاني له لارې پرته نيغ په نيغه خدايانو ته ورنژدې شي.

  مسلمانه ټولنه هم په بېلو، بېلو طبقو وېشل شوې وه. د عباسي دوران د يوۀ برمكي وزير په قول، تر ګردو لوړ مقام خليفه و چې د قدرت، شان وشوكت، ذكاوت او پوهې سمبول ګڼل كېدۀ. ورپسې د وزير مقام و چې د حكومت او پوهې نماينده ګي يې كوله. په دريمه طبقه كې شتمن اشراف وو. د منځنۍ طبقې تعليم يافته كسان په ورپسې پوړۍ كې ولاړ وو او تر دوى را لاندې د ټولنې عادي وګړي وو، چې تر ګردو ټيټه طبقه يې تشكيلوله. په نهۀ سووه دريم ميلادي كال كې ابن الفقه اسلامي ټولنه په څلورو طبقو وېشله: پاچا، د هغۀ وزيران او اشراف چې قدرت او ثروت ورسره و، لومړۍ درې پوړۍ وې او دا نور خلك چې وروستۍ طبقه يې جوړوله، بې اهميته وو ځكه بې فايدې ګڼل كېدل.

 په راوروسته زمانو كې سيدانو ته چې د پيغبر اولاد وو، درناوى پيل شو. د عثماني سلطنت په زمانه كې د هر ښار او ولايت د سيدانو نومونه ثبتيدل او دوى ته په نورو خلكو ترجيح وركول كېدله. دغه راز په هندوستان كې واكمنو سيدانو ته قيمتي سوغاتونه، مځكې او جايدادونه بخښل او دوى يې په لوړو چوكيو مقررول.

ليكوال: مبارك علي

ژباړن: غضنفر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب