یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+د دیني څېړونکي او نقاد په توګه د جهاني ځانګړني

د دیني څېړونکي او نقاد په توګه د جهاني ځانګړني

لیکنه: غني حسن

نوموتی شاعر، لیکوال، څېړونکی، نقاد او د تاریخي او دیني موضوعاتو تحلیلګر عبدالباري جهاني نه یوازي د شعر پر لمن کتار او بې شمیره ګلونه او خالونه کښېښول بلکي د ځانګړی سبک، موتیپونو،کیسو او داستانو خاصه لاره ئې هم ونیول. پښتو ادب او پښتو ژبي ته یې تر یوولسو شعري ټولګو پوري ډالۍ وړاندي کړي دي، شعرونه ئې نه یوازي په  انځورونو، رنګونو او خوندونو ډک دي، بلکي د شعریت، هنریت، لطافت، ظرافت، او موسیقیت په اوبو یې داسي لمبولي دي، چي سړی به ګوته په غاښ ورته پاته سي، او په ځیني ځایونو کي ئې داسي کلام کړی دی، چي فرشتې به ئې هم په لیکلو خوند احساس کړي. له ښکلا او عاطفې مالامال دا نظمونه یې نه یوازي تاریخ ته پرېښول، بلکي د نثرونو برخه یې په پښتو او د تاریخ برخه کي به بېل باب او شباب وي. ډیر پخوا مي د ښاغلي جهاني(د هرات پښتانه او ستره لوبه) مطالعه کړه، هغه وخت تازه له دولسم څخه فارغه سوی وم، بیا یې پر ناول (قومندان) برابر سوم، خو د تاریخ هغه کتاب چي څومره ور کښ کړی وم، چاته مي یې اظهار او ګفتار نسوای کولای، وختونه دي تېرېږي، د جهاني یو بل اثر (دپښتو پرفوکلوریکو نکلونو لنډ تحلیل) مي داسي خوند واخیستئ، چي ژبې او انداز یې زما پر زړه بیخي منګولي ښخي کړې،  چي پر هغه کتاب او د جهاني پر داسي هر اړخیزه تحلیل او نقد بیخي جلا لیکنه او څېړنه کیدای سي. پر (تاریخي څېړني) دوه ټوکو او (تاریخي ترجمې) باندي سړی په هغو ناویلو او نالیکلو او بې بنیاده مسایلو خبرېږي، چي سړی به په حقیقتونو او اصلي روایتونو، چلونو، په تاریخ کي درواغو او له ځانه کیسو او افسانو نور هم ښه اګاه سي، نه یوازي د هغه وخت پر واکمنانو ئې د شواهدو او حوالو په یادولو ټول څه بیان او عیان کړي دي، بلکي وبه وینئ، چي  د ډیرو مؤرخینو او لیکوالانو د ځایه‌ویلو کیسو او افسانو اصلي څیړې هم ووینئ.

جهاني تازه دمه د تاریخ تر ځنګ د دیني برخي تحلیل، څېړني او اصلي رېښې، کیسو و افسانو او روایتي مسالو ته څوک داسي دننه کوي، چي وايي به کشکی مخکي خبر وای؛ او ذهن هغه څه مني چي رښتیني او له غرض و مرضه خلاص وي، د ټولني د اصلاح او صفا په موخه وي او نوي وي. ښاغلي جهاني (وهابیان څوک دي؟)، (اسلام او تصوف) او وروستیو وختونو کي برخي- برخي په تاند ویبپاڼه کي (پر فتواوو مختصر بحث) چي بیا دا کتاب د (فتوا او تصوف) په نوم په اغلب ګومان په امریکا کي په ۲۰۲۴ م کال کي چاپ سو.

که د ښاغلي جهاني پر شاعرۍ، او لیکوالۍ بې‌حده خبري او لیکني کېدای سي، خو د جهاني پر جرآت پر نقد او د دیني او مذهبي برخو کي هم یوه لمن څیړني او خبري کېدای سي، په دې برخه کي ئې دا لومړنۍ هڅه خورا بارزه او خورا جالب او تاثیر لرونکې ده، هغه نه یو دیني څیړونکی او لیکوال بللای سو، بلکي یو ډیر تکړه نقاد او جراتمند استاد بللای سو. د وروستیو څو دیني کتابونو د مطالعې څخه وروسته، سړي ته داسي څرګندېږي، چي ښاغلی جهاني دا توان او ځانګړتیا لري، چي په مؤثره توګه د دیني موضوعاتو سپړنه او پلټنه وکړي. که د جهاني شاعري او تاریخي لیکوالي بل لوري ته کړو، نو یوازي پر دیني او مذهبي موضوعاتو بحث دې نتیجې ته سړی رسوي، چي جهاني لاندي ځانګړتیاوي نه یوازي په تول پوره لري بلکي تر تول هم بالا دي:

 ۱ هره نوې پدیده حساسیتونه زېږوي او پیدا کوي، او په هره ټولنه کي نوی بحث او نوي پدیدې ممکن اول سر کي ډیر کم خواخوږي ولري؛ خو حساسیتونه په پیخر وي. زموږ کلتور کي له بده‌مرغه چي پر منطقو او فلسفې بحث له عمرونو ذهنیتونه خراب کړي دي او کلتوري و دیني حساسیتونه مو تر فتوا او تکفیره رسیدلي دي. دا خو څرګنده ده، چي مذهبي څیړني او لیکني اکثرا د بیلابیلو مذهبي ټولنو عقیدې،  تجربې او سریښتې څیړنه او سپړنه کوي. خو په افغاني ټولنه کي داسي مسایلو ته لاس ور اچول د فیل زده غواړي جهاني نه یوازي د فیل زړه لري، بلکي دې ټولو کیسو، معاملو او افسانو ته ئې هم سر نیولی دی او هم پر خپلو څیړنو، خبرو او نتیجو ټینګ عزمه ولاړ دی، چي دا خپله د یو افغاني رینسانس پيل ګڼلای سو، د اروپا د توري دورې او د کلیساوو تر لاس لاندي جنت و دوږخ تجربې انسانانو یو وار تچربه کړي دي، خو د هغه وخت روشنفکرانو یو روشنفکري انقلاب ته لاره خلاصه کړل، ممکن زموږ د راتلونکو څیړونکو او لیکوالانو لپاره او زموږ د اصلي دین و مذهب هغه رښتیني کیسې ته مو خپل نسل برابر کړی وي. دې ټولو حساسو مسلو ته په داسي وخت کي لاس اچول چي هم یاران د دې څیړولو اجازه چاته نه ورکوي او نه هم څوک په ټوله نړۍ کي مني- (زه خو د ښاغلي جهاني له وطنه لیري په فردیسۍ کي ژوند غنیمت او بهتره ګڼم) او دې جراتمند کار او  زیار ته ئې سلام کوم، دغه درو دیني اثارو ته ئې خورا خوشباوره یم.  دا مهمه وه/ ده چي دغه موضوعاتو ته یو چا دغسي په جراات لاس ور اچولی وای، حساسیتونه به وای خو دا تابو ماتول د جهاني په قلم او قدم وسوه.

۲ـ د یوه دیني محقق او یوه نقاد او مقایسه‌کوونکي وظیفې او مسؤلیتونه خو به خورا ډیر او درانه وي، خو یو دروند مسؤلیت ئې دا دی، چي په دیني څيړنو کي به  ډیر اخلاص او صداقت او له تعصب پرته څیړنه، کره‌کتنه او پرتله کوي، چي ښاغلی جهاني له دې ځانګړتیاوو څخه مالامال دي. هره څېړنه او لیکنه او یا هم تحلیل ئې نه دا چي له ځانه کړی دی بلکي د هغو ماخذونو ، لیکوالو نیمګړتیاوو ته هم متوجې سوی دی.

 ۳ـ د هري برخي څیړونکي او لیکوالان به د تحلیل کولو قوت او مهارت لري، خو د دیني څیړونکي او لیکوالانو قوي تحلیلونو او مهارتونو ته بیخي ډیره اړتیا سته، چي ټول دیني او مذهبي متنونه، ټول تاریخي ماخذونه، شواهد، اثار او فلسفي دلیلونه په جدي توګه وارزوي او بیا تحلیل وکړي، جهاني د دې وړتیا لري، چي ډیرو بیا په خاص ډول زموږ د اسلامي برخي د فقهي، پیچلي نظریاتو او روایاتو د بېلابېلو علماؤ مختلف نظرونه د هغوی مفکورې او نظریې وڅیړي او په داسې طریقه یې تشریح کړي، چي لوستونکو ته د تحلیل کولو وروستۍ نتیجه په لار ورسي. لکه وګ: موسیقي روا که ناروا ده؟

۴ـ ښاغلی جهاني د څیړني یو بل جالب مهارت لري، په مسلکي توګه لومړنیو منابعو ته لاس ور اوږدوي او له لومړني، تاریخي اسنادو څخه د مالوماتو د راټولولو  هڅه کوي، او بیا د موضوع تاریخي پسمنظر- لټریچر رېوېوو Literature Review باندي نظر اچوي، دا مهارت مسلکي ځکه دی، چي د مختلفو سرچینو څخه د معلوماتو راټولولو لپاره بېلابېل لومړني متنونه، اکاډمیک ژورنالونه، او د دیني متخصصینو سره حوالې او نظریې د جهاني لپاره د باور وړ سرچینې دي. او پر همدغه سرچینو باندي دقت کول یو بل مهم مهارت دی.

 ۵ـ  اکثریت وخت دیني موضوعات بیا بالخصوص زموږ د اسلامي برخي مسلې او کیسې پیچلي ځکه دي، چي لومړنۍ سرچینې ئې په بله ژبه(عربي، بیا فارسي او یا هم انګلیسي) کي موندل کېږي؛ نو په پښتو بیا دغسي پيچلي مسایل بیانول خورا سخته دنده ده، خو جهاني صاحب دغسي پيچلي مسایل چي څوندي فکر کېدای سي، په مراتبو خورا اسانه او روښانه بیانوي. نه دا چي دا وړتیا لري بلکي د مسلې، وه عمق ته دي خورا په اسانۍ رسوي چي دا ځانګړتیا له بده مرغه زموږ دیني علماء‌وو نه درلودل د دیني څیړونکو او لیکوالانو لپاره دا مهمه ده، چي هره مسله په ساده او عامفهمه بیان کړي، چي ورته پیچلې نسي او نه هم ګونګه سي، ترڅو د مذهبي مفکورې په فلسفې اګاه سي. له ښه‌مرغه چي د جهاني د لیکني جوړښت، سکښت او سرېښته ئې زما لپاره خورا اغیزمنه او اړینه ده.  هم ئې بیان جامع دی او هم ئې کلام – هم  یو متعلیم، هم محصل او هم یو ماسټر او دوکتور ښه استفاده ترې کولای سي.

 ۶ـ جهاني ځکه د یو دیني څیړونکی او لیکوال په توګه پيژندلای سو، چي دی په دیني صحیفو، عقایدو او د هغه وخت په تاریخي شرایطو باندي ژوره مطالعه لري. هغه نه یوازي خپل په مذهب  کلتور، دودونو  او رواجونو کي مطالعه لري بلکي د ددې مذاهبو پرتله او مقایسه خورا ښه کولای سي، تاسو ئې وهابیان څوک دي، پر فتواوو مختصر بحث او اسلام او تصوف وګورئ، چي هم ئې پرتله په منطقي دلایلو ده او هم ئې حوالې و نظریې معتبري رااخیستي دي او هر تحلیل ئې منطقي او مدلل دی.

  نتیجه:

په هره ټولنه کي هره علمي، تحقیقي او مذهبي څیړنه او تجربه تطبیق کېدو ته اړتیا لري، د جهاني صاحب د ورستیو دیني څیړني دغه نسخې دي، په هر دیني او علمي مرکز د فتواوو په مرکزونو کي دي نشر سي، که تدریس نسي نو د حوالې په خاطر دي دغسي مرکزونو ته ورکول سي. دغسي ځانګړني په ټولیز ډول د یوې ټولني په ویښتیا، روښانتیا او بدلون کي خورا مرسته کوي او دغسي خُلاصه او له هري پيچلتیا خلاص بحثونه او مسایل مو راتلونکي نسل ته لاري پرانیزي. دا چي په افغانستان کي اکثره علمي مرکزونه او څیړنیزي ادارې عمومي دي نو جهاني صاحب  پخپلي وړتیا او دې برخي ته په ژمنتیا نه یوازي د دې برخې د تاریخ لیکني حق لري بلکي راتلونکي کي ورته نوره تمه هم کېدای سي/کېږي. زه دې ډول اثارو ته خوشاله ځکه یم، چي په دغسي بحثونو مو پوچ مغزونه راویښېږي یو لوري ته د مفتي شاکر ویډیوګاني او بل لوري ته د جهاني دا اقدام موږ یو ښه مثبت اعتدال ته بیايي نه به مو ټولنه بیا دغسي مذهبي افراطیت وځپي او نه به مو دغسي افراطیت ته کار کېږي. د ګرېټ ګېم/لويي لوبي مخه یوازي همداسي علمي، دیني، مذهبي او په خاص توګه د اعتدال په رڼا کي لیکل سوي لیکني او څيړني ایستلای سي. له افراطیت څخه د خلاص افغانستان پر لور او د هغه ورځي په هیله چي افغان انسان مو له هر ډول افرطیت څخه په امن کي وي.

2 COMMENTS

  1. جهانی صاحب د پښتو ژبی ویاړ او افغانانو ملی سرمایه ده. عمر دې ډېر او قلم دی تل تاند وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...