جمعه, دسمبر 13, 2024
Homeټولنیزعربي ملتپالنه/ ليکوال: ډاکټر مبارک علي

عربي ملتپالنه/ ليکوال: ډاکټر مبارک علي

ژباړن: بارکوال میاخېل ||

باسم طبي پخپل کتاب “عرب نېشنليزم” کې دې ټکي ته اشاره کړې چي په نړۍ کې د ملت په اساس د مملکت تصور يوه نوې نظريه ده، ځکه چي په لرغوني تاريخ کې موږ د ښاري مملکت او په منځنيو پېړيو کې د نړيوال مملکت نظامونه ليدلاى شو. د قومي مملکت نظريه هم د يوه نړيوال تحريک په بڼه را منځته شوه چي په اروپا کې د جنوبي فيليا په تړون سره په ١٦٤٨م کال کې پيل شوه او دا نظريه په نړۍ کې د اروپايي استعماري نظام په وسيله وپېژندل شوه. په منځنيو پېړيو کې په اروپا کې د مملکت تصور د سرحدونو په اساس وو، د جنوبي فيليا تر تړون وروسته خپلواک مملکت رامنځته شو او د فرانسې انقلاب يو قومي مملکت جوړ کړ.

په منځني ختيځ کې هغه مهال د عثماني خلافت واکمني وه چي د يوه نړيوال مملکت حيثيت يې درلود خو کله چي د ملي مملکت تصور د يوه غښتلي او مشهور تحريک په بڼه پيدا شو نو عثماني خلافت يې په وړاندې تم نه شو او ټوټې- ټوټې شو او د هغه په نتيجه کې عرب نېشنليزم پيدا شو، ځکه نو د عربي ملتپالنې تحريک د هغه اروپايي تحريک يوه برخه ده چي په اروپا کې د فرانسې تر انقلاب وروسته پيل شو. تر دې مخکې په عربي نړۍ کې د ملتپالنې کوم تحريک نه وو، د عربو په لومړني تاريخ کې چي د ايرانيانو او عربو تر منځ جګړه شوې، هغه ته که نسلي جګړه ووايو بېځايه به نه وي.

کله چي يو قوم جوړېږي نو هغه وخت دوې ډلې وي چي عملي چارې تر سره کوي، يوه هغه ډله وي چي د ټولنې بېلابېلې ډلې او ګوندونه سره يو کول غواړي، خو له دې سره هغه ډلې هم وي چي په دې اشتراک کې د خپلو ګټو تاوان ويني او ورسره مخالفې وي. مثلاً په عربي نړۍ کې دا ډله د کوردانو ده چي نه غواړي په عربي ملتپالنه کې ور شريک شي او خپل ځانګړى هويت ژوندى ساتل غواړي. کله چي د قوم د جوړښت مرحله راځي نو هغه ډله- چي هماهنګي او يووالى غواړي- د نورو ډلو کلتوري، ژبنى او نسلي هويت ختم کړي او هغوى په زور او تشدد له ځانه سره ګډېدو ته اړ کړي، له همدې امله په ترکيه کې کوردان دا اجازه نه لري چي ځانونو ته کوردان ووايي، دوى ته هم تورکان ويل کېږي، د خپلې ژبې د ويلو او خپلو کلتوري فعاليتونو اجازه هم نه لري.

په دې کې زياته برخه عربو عيسويانو واخيستله، ځکه په داسې وخت کې هغوى له مذهبي عصبيتونو پرته د عربو په قوم کې شامل شول، له همدې امله يې د عربي ژبې په وده او پرمختګ کې زياته ونډه واخيسته او دا هغه زمانه ده چي په عربي ژبه کې تخليقي ادب او تحقيقي علوم وليکل شول او عربي ژبه پراخه او غني شوه.

د ١٩٦٠م کلونو په لسيزه کې عربي ملتپالنه د عروج په حال کې وه، د جمال عبدالناصر په مشرۍ کې په عربي هېوادونو کې د قوميت جذبات ورځ تر بلې را پارېدل، خو کوم عنصر چي عربي ملتپالنې ته تاوان وکړ، هغه دا چي په مصر، عراق او سوريه کې سياسي واک د پوځ او منصبدارانو په لاس کې وو، هغوى له عربي ملتپالنې څخه د خپلې واکمنۍ په توګه کار واخيست او د خپلې بقا او پايښت په خاطر يې خپل مخالفين په سختۍ سره له منځه يووړل، نتيجه دا شوه چي د يوه ګوند د واک، بنديزونو او سانسور له امله جمهوري روايتونو او ارزښتونو وده ونه کړه او که کوم سياسي بدلون راغى، هغه هم د پوځي انقلاب په وسيله راغى، د دې نتيجه دا شوه چي د خلکو ټولنيزې او اقتصادي ستونځې پر ځاى د دې چي حل شي، لا پسې زياتې شوې، ځکه نو پر مخ خلک له ملتپالنې او له ملتپالو مشرانو ناهيلي شول او کله چي ملتپالنه کمزورې شوه نو له امله يې په دغو هېوادونو کې بنسټپالنې وده وکړه.

بنسټپالو تر ټولو لومړى سيکولر ملتپالنه تر هدف لاندې راوستله او دا تور يې ورباندې ولګاوه چي دا تحريک د کوم بهرني هېواد د مرستو او ګټو په نتيجه کې پيل شوى چي مشر يې لارنس آف عربيه وو، ځکه نو د لوېديځ او صيهونيت (يهودي ملتپال تحريک) د سيالۍ لپاره عربان بايد د اسلام په اساس سره يو شي او له ملتپالنې څخه لاس پر سر شي.

په عربو کې بنسټپالنې هغه وخت شهرت وموند چي عربو د اسرايلو په وړاندې د ١٩٦٧م کال په جګړه کې ماتې وخوړه، تر هغه وروسته په سوريه او عراق کې پوځي حکومتونو د سختو آمريتونو په جوړولو سره مترقي نظريات ختم کړل چي بيا له مذهب او بنسټپالنې پرته د خلکو لپاره بله هيڅ لاره پاته نه شوه، ځکه نو دوى اړ شول چي په همدې خلا کې تم شي. بيا په اويايمه ميلادي لسيزه کې هغو عربي هېوادونو چي د تېلو زېرمې يې لرلې- چي سعودي عربستان پکې د ځانګړې يادونې وړ دى- له اسلامي تحريکونو سره يې مالي مرسته وکړه او د سيکولر ملتپالنې مخالفت يې وکړ.

په دې کې د امريکا او اسرايلو ګټې هم وې چي عربي ملتپالنه کمزورې کړي او دا تحريک چي د يوه چيلنج په بڼه را پورته کېږي بايد مخه يې ونيول شي، ځکه نو د عربي ملتپالنې په بدل کې هغوى بنسټپالنې ته زياته اړتيا لرله، باسم طبي چي د عربي نېشنليزم په اړه يې څېړنه کړې په دې اړه وايي چي څرنګه پان اسلامزم په ځانګړيو سياسي حالاتو کې پيدا شوى وو او له وخت سره سم پاى ته ورسېد، همدا حالت د سياست لپاره د اسلام کارول دي، دا د خلکو د اړتياوو او ګټو په نتيجه کې نه دى پيدا شوى، بلکې دا د سياسي بحران زېږنده دى، ځکه نو د دې دا کردار ژر ختمېدلاى شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب