تاند ( سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۷) د پاکستان سوداګرۍ وزارت کې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري په اکتوبر میاشت کې د تیر کال په پرتله ۵۴ سلنه کمه شوې ده.
سرچینې ویلي چې دا کچه په میاشتني ډول ۳۶ سلنه کموالی ښيي.
سرچېنو همدا راز ویلي، د سپټمبر په پرتله اکتوبر کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۲۸ سلنه کم شوي او د کلنیو صادراتو پر بنسټ پکې ۵۵ سلنه کموالی راغلی.
له بل لوري په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې پاکستان کې د میوو تر څنګ سبزیجاتو ته د خلکو لاسرسی تر اخیري حده محدود شوی او د تورخم په شاوخوا سیمو کې پراته ولسونه بیکارۍ تنګ کړي او د پاکستاني رژیم د سیاستونو پر ضد راټول شوي دي.
باور دادی چې افغانستان اوسمهال په نړۍ کې د پاکستاني توکو لپاره تر ټولو مناسب بازار دی خو د لارو په تړل کېدو یې دا غوره بازار هم لاسه ورکړی دی.