Homeخبرونهد کلتور وزارت معین د جاپان له سفیر سره د تاریخي میراثونو...

د کلتور وزارت معین د جاپان له سفیر سره د تاریخي میراثونو د ساتنې په اړه خبرې کړي

تاند (سه شنبه د لړم ــ عقرب ۲۷مه) ‏د طالبانو د اطلاعاتو کلتور وزارت خبر ورکړی، چې د یاد وزارت د کلتور او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي کابل کې د جاپان سفیر ماساموتو کینیچي د کلتوري همکاریو او تاریخي میراثونو ساتنې په اړه خبرې کړي.

عزیزي د افغانستان تاریخي اثارو او ابداتو بیارغونې او ساتنې برخه کې د جاپان هڅې ستایلې او د هېواد کلتوري میراثونو ساتنې لپاره یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې.

د جاپان سفیر هم د تاریخي میراثونو ساتنې برخه کې د طالبانو هڅې د پام وړ بللي او ویلي یې دي، د افغانستان لرغونی تمدن نړیوال اهمیت لري.

نوموړي زیاته کړې، د تاریخي اثارو ساتنه یوازې د افغانستان حکومت نه بلکې د ټولو هېوادونو ګډ مسؤولیت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...