تاند (سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۷مه) د طالبانو د حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، د دوشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۱زر ۵۱۵ افغان کډوالې کورنۍ چې ۸ زره او ۲۳۱ تنه کېږي په جبري توګه راستانه شوي دي.
د یاد کمېسیون د دارالانشاء د ورځني راپور له مخې، دغه کډوال د اسلامکلا، ورېښمو، سپین بولدک، تورخم له لارو کابل او نورو ولايتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۱ زر ۴۵۹ کورنيو ته نغدي مرستې هم ورکړل شوې دي.
راپور زیاتوي، چې دغه راز د ورېښمو او سپین بولدک له لارې راستنېدونکو ته روغتیايي، مخابراتي او خدماتي اسانتیاوې برابرې شوې، چې په ترڅ کې ۱۳۶۸ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
د ياد کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، دغه خدمتونه د کډوالو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د خوندي لېږد د تضمین لپاره هره ورځ ترسره کېږي.