جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونه‏د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د عوایدو زیاتوالي لپاره د کرنې وزارت درې...

‏د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د عوایدو زیاتوالي لپاره د کرنې وزارت درې طرحې تائيد کړې

تاند ( سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۷مه) د طالبانو د حکومت ‏د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسيون د تخنیکي کمېټې نوبتې غونډه کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت درې طرحې تائيد کړې.

ياد معاونيت وايي، دا طرحي د عوايدو د زياتوالي په موخه د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې تحقيقاتو، تخمونو، مالدارۍ او حيواني صحت ساتني او قرنطين، او د اوبو او مالدارۍ رياستونو له لوري وړاندې شوې وې.

سرچينه زياتوي، د ګډونوالو له بحث او ارزونې وروسته، دا درې طرحې د تائيد وړ ګرځول شوې او د وروستۍ پرېکړې لپاره اقتصادي کمېسیون ته سپارل شوې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د دې طرحو په عملي کېدو سره به د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو کیفیت او کمیت زیات شي، صادرات به اسانه شي، او ورسره به د وزارت عواید به هم لوړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب