تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب۲۷ مه) په افغانستان کې په تېرو څلورو کلونو کې تر لس میلیونه ډېرې الیکترونیکي تذکرې وېشل شوي دي
د بایومټریک اپ ډېت (https://www.biometricupdate.com/) د راپور له مخې، د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو څلورو کلونو کې په ټول افغانستان کې تر ۱۰ میلیونه ډېرې الیکترونیکي تذکرې (ډیجېټل پېژندپاڼې) وېشل شوي دي.
د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په ټول هیواد کې الیکترونیکي تذکرې د اسانتیاوو له مرکزونو (آسان خدمت) څخه وېشل کېږي چې څلور یې په پلازمېنه کابل کې دي.
د د احصاییې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رفیع ویلي، د وېش بهیر اسانه شوی ځکه ډېرو ولایتي دفترونو ته صلاحیت ورکړل شوی چې هغه ستونزې حل کړي چې پخوا خلک ورسره مخامخ وو.
په تېرو څو کلونو کې د الیکترونکي تذکرو وېش له ګڼو ستونزو سره مخامخ و؛ خلکو له اداري فساد، د دغو تذکرو د وېش د مرکزونو له لیري والي او د ترلاسه کولو له پروسې د ستړیا شکایتونه لرل.
رفیع دا هم ویلي چې په متحده عربي اماراتو کې هم د الیکترونیکي تذکرو د وېش مرکز پرانیستل شوی او پلان شته چې ورته مرکزونه په ترکیه، ایران او پاکستان کې هم جوړ شي څو بهر میشتو افغانانو ته خدمات وړاندې کړي.
په داسي حال کې چې د وېش لړۍ روانه ده، یو شمېر افغانانو له ادارې غوښتي چې پر موجودو ستونزو کار وکړي، په ځانګړي ډول د معلوماتو د دقت موضوع حل کړي، او ډاډ ترلاسه کړي چې تذکرې د هغو خپلو څښتنانو په سمو ادرسونو واستوي.
د احصاییې او معلوماتو ملي ادارې ژمنه کړې چې د وېش بهیر به دوام ومومي او هغه ټول کسان به خپلې ډیجېټل تذکرې ترلاسه کړي چې نوملیکنه یې کړې ده.
په ورته مهال دې ادارې دا هم ویلي چې د الیکترونیکي تذکرو د نفوسو فورمې اوس په ټول هېواد کې سکن کېږي. تر دې وړاندې دا خدمت یوازې په کابل کې موجود و، خو د هویت د تثبیت او آرشیف مدیریت ریاست وايي چې دا بهیر اوس ولایتونو ته سپارل شوی او فورمې به په بشپړ او عصري بڼه سپارل کېږي.
طالبانو سږکال اعلان کړی چې د ښځو لپاره په ملي الیکترونکي تذکرو کې عکس اختیاري دی.