تاند ( سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۷مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سکټوري وزارتونو او افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ پنځمه غونډه کې ویلي چې، نړیوالې ادارې باید بشري موضوعات له سیاست سره ونه تړي.
امیرخان متقي افغانستان سره د ملګرو ملتونو چلند دوه ګونی بللی او دې چلند ته په اشارې یې ویلي، چې یاد سازمان ګڼې برخې په بشري برخو کې کار کوي، خو په عمل کې بشري مرستې له سیاست سره تړي.
د متقي په خبره دا چاره به د مرستو او همکارۍ پروسې ته زیان ورسوي.
متقي زیاته کړې، اړمنو افغانانو ته باید د لنډ مهال پر ځای اوږد مهاله مرستې په پام کې ونیول شي، څو هغوی په خپلو پښو ودریږي چې دا چاره د بیارغونې، زېربنا، حیاتي پروژو او خصوصي سکټور په پياوړتیا پورې تړلې ده.
هغه غوښتنه کړې، چې اوس باید د جګړې له کبله د رامنځته شوو ویجاړیو او منفي اثراتو په جبران کار وشي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې، چې د دوی حکومت بېلابېلو برخو کې د ځان بسیاینې هوډ لري او خپلې هڅې یې د افغانانو په اوږد مهاله ګټو متمرکزې کړې دي.
GREAT MOTAQI SAHIB SALAM AW EKHTERAM;
DEAR SIR YOU HAVE TO KNOWS;IN PARSI WAYEE
WHO GIVE NAAN// HE GIVE FARMAAN
UNITED NATION UNDER KUMAND OF AMERICA. GUTIRES IS ONE SYMBOL
WATCH IN MIDDLE EAST
TRY TO FIND RELATION WITH AFGHANS , LISTEN TO AFGHANS.
THANK YOU