جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+ښځینه ناروغي | ډاکتر ش میره‌کی

ښځینه ناروغي | ډاکتر ش میره‌کی

د ښځو د نس لاندې درد مختلف لاملونه لري او هر درد بېله درملنه لري. ځینې عام لاملونه او د هغو درملنه په دې ډول ده:

۱- د حیض دردونه (دیسمنوریا):

دا د رحم د انقباض له امله وي چې د حیض پر مهال پیدا کېږي.

درملنه:

د درد ضد ګولۍ لکه ایبوپروفین یا ناپروکسن، د تودو اوبو مشکوله یا بوتل پر نس ایښودل، او د نعناع چای څښل ګټور دي.

۲- د ادرار لاره کې میکروبي ناروغۍ (عفونتونه):

درملنه:

داکټر ته لاړ شئ، انتي بیوتیک واخلئ، او ډېرې اوبه وڅښئ.

۳- د رحم او شاوخوا برخو عفونت ميکروبونه (PID):

درملنه:

ډاکتر ته لاړ شئ، مناسب انتي بیوتیک واخلئ، او تر رغېدو پورې له جنسي اړیکو ځان وساتئ.

۴- د تخمدان سیست:

درملنه:

که سيست کوچنی وي، د درد ضد ګولۍ بسنه کوي. که پیچلی شي یا وچوي، جراحي ته اړتیا پیدا کېږي.

۵- بهر رحمي میندواري: Ectopic pregnancy

درملنه:

ډاکټر ته لاړ شئ، د سمې درملنې لپاره درمل واخلئ.

۶- د هاضمې ستونزې لکه قبضت، باد یا IBS (عصبي کولمې ستونزه):

درملنه:

غذا اصلاح کړئ، زیات فایبر لرونکي خواړه وخورئ، ډیرې اوبه وڅښئ .

 مشورې؛

که درد ډېر شدید وي، یا له تبې، غیر معمولي وینې بهېدا، یا کانګې سره وي، خامخا ډاکتر ته لاړ شئ. له ځانه دم او درمل مه کوئ تر څو دقیق تشخیص وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب