تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۲۷ مه) د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د سېشنبې په ورځ وویل چې پاکستان د هندي پوځ د لوی درستیز خبرې له پامه نه شي غورځولی او هند ښايي پر پاکستان د برید هڅه وکړي.
هغه سما تلویزیون ته، چې پوځ او استخباراتو ته نژدې ده، وویل چې افغانستان پر پاکستان د سرحدي تعرضونو هڅې کوي او هند په دې کې رول لري. خواجه اصف د خپلو ادعاوو په دوام کې زیاته کړه چې سعودي عربستان، متحده عربي امارات، ایران، چین او نور هېوادونه غواړي چې «پر پاکستان د پولې له هغې غاړې» بریدونه پای ته ورسېږي.
نوموړي ادعا وکړه چې افغانستان د ترهګرو په پټنځای بدل شوی دی.
ده وویل چې هند نه غواړي پاکستان او افغانستان خپلې ستونزې حل کړي.
د هغه په وینا، پاکستان ښايي په دوو محاذونو کې ښکېل شي او په داسې حالت کې هند د جګړې له خطره ځان وژغوري.
خواجه اصف، چې د خپلو عجیب و غریبو څرګندونو په خاطر په خپل هیواد کې هم د ځینو کسانو له لوري له انتقادونو سره مخامخ دی، زیاته کړه چې ډېر کسان هند ته د پخوانۍ رسوایۍ یادونه کوي.
سږ کال هند وروسته له دې پر پاکستان د سندور په نوم پراخ عملیات وکړل او د دغه هیواد ټول مهم ښارونه یې په نښه کول. د هند بریدونه هو بهو پر ایران د اسراییل بریدونو ته ورته وو خو پاکستان چې اتومي وسله لری، د امریکا د باندنیو چارو وزیر ته وویل چې که هند بریدونه ونه دروي، مجبوره دی چې له اتومي وسلې کار واخلي، د پاکستان د دې خبرداري له کبله امریکا له هنده وغوښتل چې پر پاکستان بریدونه ودروي.
خواجه اصف وویل پاکستان نه شي کولی په هېڅ ډول پر هند باور وکړي او هند ممکن بیا پر پاکستان بریدونه وکړي.
خواجه آصف وویل پاکستان باید د غزې د موضوع په اړه د نړیوالو ځواکونو برخه وي. هغه څرګنده کړه چې پاکستان د «ابراهیم تړونونو» برخه کېدو پلان نه.
INSHAL LAH SOON INDIA WILL DO HEAVY ATTACK ON CHATALISTAN.
THIS TIME MUST DO NOT LISTEN TO ANY COUNTRY FOR PEACE,
FALLOW ATTACKS UNTILE PAKISTAN REMOVE FROM MAP.
INSHAL LAH SOON WILL HAPPEN
ATTENTION; SIR PM MODI