جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهایران وايي، د دسمبر په نیمايي کې د افغانستان او پاکستان پر...

ایران وايي، د دسمبر په نیمايي کې د افغانستان او پاکستان پر کړکېچ سیمه ییزه غونډه جوړوي

تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۲۷ مه) د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وایي چې د افغانستان او پاکستان د کړکېچ د حل لپاره یوه نوې ناسته د دسمبر په منځ کې پلان شوې ده.

سعید خطیب‌زاده چې له یوې روسي رسنۍ سره یې خبرې کولې، وویل چې د روسیې او چین ترڅنګ د افغانستان ټول ګاونډي هېوادونه به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

هغه څرګنده کړه چې د ناستې اجنډا به د سیمې پر مهمو موضوعاتو او د سیمه‌ییزو میکانیزمونو له لارې د افغانستان د ثبات پر ملاتړ متمرکزه وي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعید خطیب‌زاده،  وویل:
«موږ د افغانستان لپاره د تماس د یوه ګروپ د جوړولو پر هڅو کار کوو چې د افغانستان ټول ګاونډیان او ځینې نور هېوادونه لکه روسیه او چین به پکې شامل وي. غونډه به د سیمې پر مهمو مسایلو، په ځانګړي ډول د سیمه‌ییزو میکانیزمونو له لارې د افغانستان د ثبات د ملاتړ پر لارو چارو بحث وکړي.»

په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي ترمنځ د ټیلیفوني خبرو خبر ورکړی دی.

ایراني وزیر څرګنده کړې چې تهران د سیمې د سولې او ثبات لپاره همکاریو ته چمتووالی لري.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیا احمد تکل، وویل چې په دې ټیلیفوني تماس کې امیرخان متقي ټینګار وکړ چې د ثبات ساتل او د سیمه‌ییزو همکاریو پیاوړتیا د افغانستان له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

متقي او عراقچي د افغانستان او ایران پر اړیکو خبرې وکړې – تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...