تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۲۶ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د دوشنبې په ورځ د دوو هېوادونو د اړیکو د وروستیو پرمختګونو په اړه ټېلفوني خبرې وکړې.
د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، عراقچي او متقي د دوهاړخیزې همکارۍ د وضعیت او همداراز د پاکستان او افغانستان د وروستیو دوه اړخیزو تعاملاتو په اړه نظرونه تبادله کړل.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سولې او ثبات د ټینګښت اړتیا ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې د سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ په چوکاټ کې باید مشورې او همغږي نوره هم پیاوړې شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د سیمې د هېوادونو له لوري د مشورو او همغږۍ هرکلی وکړ او د ترسره شویو دیپلوماتیکو هڅو یې مننه وکړه.
ښاغلیو متقي او عراقچي وروسته له دې دا ټېلفوني خبرې وکړې چې ایران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ په جل کې د مرستې لپاره د منځګړتوب وړاندیز وکړ چې پاکستان یې هرکلی وکړ.
مهر خبري اژانس د ښاغلیو متقي او عراقچي په خبرو کې د افغانستان او پاکستان د وروستي کړکېچ یادونه نه ده کړې. او دا یې هم نه دي ویلي چې متقي که عراقچي مقابل لوري ته ټېلفون کړی و.
وایی ړوند له خدای څه غواړی دوه سترګې له دې خبر داسې معلومیږی چې اسلامی امارت زوړ انډیوال پرېږدی او د عراقچی سره دنامعلومو دېپلوماتیکو اړیکو شکر ونه دنعمت خوړلو څخه مخکې باسی!
ښکاری چې عراقچی دسیمې په هکله تشویش لری نو که ایران دومره ظرفیت درلودای هغه دموچی خبره نو ایران به سوګلې وخته خپل ځان ته جوړکړې وای
وله یې مولویصاحب!