تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۲۶ مه) د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پر له پسې پنځه اوونۍ ترینګلتیا له امله په خیبرپښتونخوا کې زرګونه سوداګر، کارګر او د ترانسپورټ کار کوونکي له خپلو عایداتو بېبرخې شوي دي.
پر کابل او پکتیکا د پاکستان د بمبارۍ په ځواب کې د اکتوبر په ۱۱ او ۱۲ مه د افغانستان له لوري د پاکستان پر امنیتي پوستو له ځوابي بریدونو وروسته، اسلاماباد ټول د دوو هیوادونو ترمنځ د رسمي سوداګرۍ ټولې لارې په بشپړ ډول بندې کړي دی.
د خیبرپښتونخوا په جمرود او لنډي کوتل کې تورخم ته په غځېدلې لویه لاره کې لا هم د زرګونو لاریو اوږدې لیکې ولاړې دي. چلوونکي وايي چې په خرابېدونکو مالونو بار لارۍ او کانتینرونه یې له څو اوونیو راهیسي انتظار ولاړ دي.
د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې نن په یوه راپور کې ویلي، اوس چې د تورخم لارې د بندېدو ۳۵ ورځې وځي، په سیمهییزو بازارونو کې اقتصادي زیانونه خورا شدید شوي دي.
د لنډي کوتل د بازار مشر، یادالله شینواری، یوې رسنۍ ته وویل چې کاروبار درېدلی دی.
هغه وویل:
«د لارو تر بندېدو مخکې، هر دوکاندار په ورځ کې ۳۰ زره روپۍ ګټلې. اوس پلور یوازې ۱۰۰۰ یا ۲۰۰۰ روپیو ته راټیټ شوی. سوداګریز فعالیتونه نژدې ختم شوي. زموږ خلک د سرحد په عاید ولاړ دي، خو نن بازارونه تش دي. بېوزله مزدوران چې تورخم ته د ورځنۍ مزدورۍ لپاره ځي، نور خپلې کورنۍ نه شي ساتلی.»
هغه له دواړو حکومتونو وغوښتل چې د خبرو له لارې شخړه حل کړي او د بشري ناورین د ژورتیا د مخنیوي لپاره د دواړو خواوو ترمنځ لاره ژر پرانیزي.
د تورخم د مزدورانو اتحادیې هم ورته اندېښنه څرګنده کړې، او خبرداری ورکوي چې اوږدمهاله بېروزګاري ځايي ځوانان جرمونو او ناقانونه فعالیتونو ته ټېل وهي. د اتحادیې مشر ذاکر شینواری وویل:
«دا یوه پر ملي تراژیدي بدلېږي. شاوخوا ۱۵۰۰ راجسټر شویو مزدورانو ــ چې هر یو یې یوه کورنۍ چلوي ــ د خپل عاید یوازینۍ سرچینه له لاسه ورکړې ده. که ماشوم مزدوران او ورځنۍ مزدورۍ هم حساب کړو، د اغېزمنو کسانو شمېر نژدې ۳۰۰۰ ته رسېږي.»
د خیبرپښتونخوا علي وزیر د پاکستان مرکزي حکومت تورن کړ چې په لوی لاس ناامني رامنځته کوي
هغه زیاته کړه چې د هوټلونو کارکوونکي، لارۍ چلوونکي او د ترانسپورټ مرستندویان هم وزګاره شوي دي.
«موږ له دواړو حکومتونو غوښتنه کوو چې سرحد ژر تر ژره پرانیزي.»
د ګمرک د کلیرنس د استازو د اتحادیې مشر، مجیب شینواری، وویل چې ۱۵۰ راجسټر شوي د کلیرنس دفترونه چې له ۸۰۰ ډېر کارکوونکي پکې کار کوي، په بشپړه توګه بند پاتې دي.
هغه وویل:
«پاکستان هره ورځ له ۱.۵ تر ۲ میلیون ډالرو پورې په صادراتو او له ۵۵۰ میلیونه ډالرو زیات په وارداتو کې زیان ویني. د لارو تر بندېدو مخکې، هره ورځ ۷۰۰ ـ ۷۵۰ لارۍ تېرېدې، خو اوس زرګونه په مالونو بار لارۍ دواړو غاړو ته بندې ولاړې دي او د لویو سوداګریزو تاوانونو سبب شوي دي.»
د تورخم او نورو لارو بندېدا په پاکستان کې د افغان رومي، پياز، مڼو، انګورو او انارو بیې هم لوړې کړې دي.
چارواکي وايي چې یوازې د تورخم له لارې هره ورځ نژدې ۱۰ زره کسانو او څه د پاسه ۵۰۰ وسایطو تګ راتګ کاوه. د تګ راتګ ناڅاپي درېدو باروال سخت اندېښمن کړي او د سیاسي حل لارې په تمه دي، ځکه چې د دوی مالونه په کانتینرونو کې خرابېږي.
ډان ورځپاڼه وايي، که د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندېدا دوام وکړي، د خیبرپښتونخوا ۹۰ سلنه صنعتونه ممکن دېوالیه او بند شي.
د خیبر پښتونخوا نوی اعلی وزیر سهېل افریدي ویلي چې له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو او په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره مرکزي حکومت باید له ایالتي حکومت سره همږغي وکړي.
په داسي حال کې چې په خیبرپښتونخوا کې د بې روزګارۍ او د جنسونو د بیو د لوړېدو په اړه د خلکو شکایتونه زیات شوي، د پاکستان مرکزي حکومت د هغوی پر شکایتونو غوږ نه ګیروي.
د سوداګرۍ مشران خبرداری ورکوي چې که د دوو هیوادونو لارې همداسې بندې پاتې شي، د پاکستان لا دمخه کمزوری صنعتي سکتور به نورو هم له سقوط سره مخامخ شي او په ټوله خیبر پښتونخوا کې به ستره بېروزګاري رامنځته شي.
هغوی وايي چې دوامداره ترینګلتیا دواړو هېوادونو ته دروند اقتصادي تاوان رسوي او پر اسلاماباد او کابل غږ کوي چې خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي او د بحران د ژورتیا د مخنیوي لپاره تګ راتګ بېرته عادي کړي.
پاکستان له ډیرو کلونو راهیسي په معمولي پلمو لارې بندوي او خلاصوي خو دا ځل د افغانستان د طالبانو حکومت ویلي چې دوی به هم تر هغو له پاکستان سره لارې بېرته خلاصې نه کړي چې پاکستان تضمین نه وي کړی چې په هیڅ ډول شرایطو کې به د راکړې ورکړې لارې نه بندوي.
افغان چارواکي وايي، پاکستان عموماً هغه مهال د لارو بندولو ته پلمې لټوی چې د افغانستان د سبزیجاتو او مېوو د صادراتو وخت وي.
څنګه وکړو لار ورخلاصه کړو که نه؟😏
خلک خو سختې چغې وهي، ددوى زور تر همدغه ځاى دى.
زمونږ لاره يوازې له پاکستان سره بنده ده خو ددوى روابط مو له نيمايي اسيا سره ور بند کړي دي.کږه خوله په سوک سمېږي… ✌️✌️ pic.twitter.com/MI8zWaAPCL
— عبدالرحمن (عطاش) (@ENG_attash1) November 16, 2025