جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: شپږو میاشتو کې د ۵۸۰ میلیون ډالرو وچه او تازه مېوه...

مسوولان: شپږو میاشتو کې د ۵۸۰ میلیون ډالرو وچه او تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې

تاند: دوشنبه د لړم ـ عقرب ۲۶مه) د طالبانو د حکومت ‏د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې د ۵۸۰میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان وچې او تازه مېوې بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې.

یاد معاونیت ویلي، هند، روسیه، چین، ازبکستان، سعودي عربستان، قزاقستان، قطر، ایران، عراق، متحده عربي امارات، پاکستان، تاجکستان او یو شمېر نور هېوادونه د افغانستان صادراتو اصلي ځایونه دي.

انځر، پسته، بادام، جلغوزه، چهارمغز، ممیز، انګور، زردالو، انار، مڼې، خټکې، هندواڼې، ناک، ګیلاس او ګڼې نورې مېوې د افغانستان صادراتو لویه برخه تشکیلوي.

اقتصادي معاونیت زیاته کړې، دغه صادارت د ځمکنیو مسیرونو سربېره د هوایي دهلېزونو له لارې هم شوي دي.

د طالبانو اقتصادي معاونیت د اوسپنې شبکې پراختیا، د هېواد مهمو لارو بیا رغول او یو شمېر هېوادونو سره د افغانستان هوایي دهلېزونو بیا فعالول د صادراتو برخه کې خپل کلیدي اقدامات یادوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب