جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهمتقي له تاجکستانه راغلي پلاوي سره لیدنه کې د کابل او دوشنبې...

متقي له تاجکستانه راغلي پلاوي سره لیدنه کې د کابل او دوشنبې ترمنځ پر دوستانه اړیکو ټنیګار کړی

تاند ( دوشنبه د لړم ـ عقرب ۲۶مه) ‏د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له تاجکستانه راغلي پلاوي سره لیدلي دي.

په دغه لیدنه کې امیرخان متقي د کابل او دوشنبې ترمنځ پر ښه ګاونډیتوب او دوستانه اړیکو ټنیګار کړی دی.

متقي هیله څرګنده کړې، چې په لنډه موده کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې د پام وړ پرمختګونه را منځته شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدلقهار بلخي نن ویلي، چې د تاجکستان یوه جګپوړي پلاوي چې د یاد هېواد د بېلابېلو ادارو له استازو جوړ شوی او د ځانګړي استازي په مشرۍ کابل ته سفر کړی و د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې دي.

دغه وزارت زیاتوي، چې په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، پیاوړتیا او په ځانګړي ډول د ډېپلوماټیکو اړیکو او اقتصادي همکارۍ په برخه کې خبرې کړې دي.

متقي څرګنده کړې، چې افغانستان او تاجکستان تاریخي، پخوانۍ او فرهنګي اړیکې لري او زیاتوي چې دوی غواړي له تاجکستان سره د ښه ګاونډیتوب او دوستانه اړیکې لا پراخې کړي.

په دغه لیدنه کې کتقي زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو اړیکو په بېلابېلو برخو کې پرمختګ کړی او هیله یې ښودلې چې نږدې راتلونکې به د دواړو لوریو ترمنځ په شته اړیکو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې تاجکستاني پلاوي طالبانو ته ډاډ ورکړی، چې دوشنبه به له دوی سره د اړیکو د پراختیا او ښه ګاونډیتوب اصولو ته لا دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب