جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپاکستاني پولیسو اسلام اباد کې څلور افغان خبریالان نیولي دي

پاکستاني پولیسو اسلام اباد کې څلور افغان خبریالان نیولي دي

تاند (دوشنبه د لړم ـ عقرب ۲۶مه) د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) په یوه اعلامیه کې ویلي چې، دوی ته د رسېدلو معلوماتو له‌مخې، د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې پولیسو څلور افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي.

اعلامیه کې د پاکستاني پولیسو دغه روان اقدامات پر بیان ازادۍ مستقیم برید بلل شوی دی.

اعلامیه زیاتوي: “خبریالي جرم نه، بلکې د ولس غږ، د وقایعو انعکاس او د حقیقت‌رسونې یوه بنسټیزه وسيله ده. هر ډول فشار، ګواښ او ناقانونه نیونې د دغه مسلک پر حیثیت، خوندیتوب او خپلواک کار ناوړه اغېز لري.”

سرچینې  د پاکستان له حکومت او اړوندو امنیتي ادارو څخه غوښتنه کړې چې نیول شوي خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له ځنډ پرته خوشې او له یوه بحراني وضعیت څخه راکډه شویو خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته درناوی وکړي.

همداراز له پاکستاني حکومت غوښتل شوي چې په پاکستان کې د ویزو تمدید ته اجازه ورکړي.

اعلامیه کاږي: “دا وضعیت چې له یوې خوا پر افغان کډوالو د ویزو تمدید ټولې لارې بندې شوي او له بلې خوا هغوی نیول کېږي، ډېر دردونکی دی.”

امسو وار بیا د رسنیو او خبریالانو له ملاتړکوونکو او مدني بنسټونو غوښتي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو د ناوړه وضعیت لپاره ژر تر ژره او سملاسي اقدامات وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب