Homeخبرونه‏پاکستان د کابل ـ اسلام اباد ترمنځ د شخړو د حل لپاره...

‏پاکستان د کابل ـ اسلام اباد ترمنځ د شخړو د حل لپاره د ایران منځګړتوب د وړاندیز هرکلی کړی

تاند ( دوشنبه د لړم ـ عقرب ۲۶مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي وايي، چې اسلام اباد د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل په موخه د منځګړتوب وړاندیز ته هرکلی وايي او له دې فرصت به تېښته نه کوي.

اندرابي د هغو راپورونو په غبرګون کې چې ګواکې تهران هڅه کوي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره یوه سیمه ییزه غونډه ترسره کړي، د قدرادانۍ په ډول ویلي چې ایران یې ورور او دوست هېواد دی.

ډان نیوز د راپور له مخې اندرابي ټینګار کړی، چې پاکستان تل د خبرو اترو او ډېپلوماټیکو لارو چارو له لارې د ستونزو د حل ملاتړی او د ایران د منځګړتوب د وړاندیز خورا قدر کوي.

اسلام اباد دغه راز له طالبانو غواړي، چې د پاکستان پر ضد د فراملي ترهګرۍ د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي؛ خو طالبانو د دغه هېواد ادعاوې چې له افغانستان څخه د بریدونو د تنظیم لپاره کار اخېستل کېږي رد کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ترکیې په استانبول او د قطر په دوحه کې د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ د سولې درې پړاوه مذاکرات ترسره شول؛ خو هغه مذاکرات پرته له کومې هوکړې درېدلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...