جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهخالدځدراڼ: د فرخُندې په نوم نجلۍ مغزي سکته کړې ده

خالدځدراڼ: د فرخُندې په نوم نجلۍ مغزي سکته کړې ده

تاند (دوشنبه د لړم ـ عقرب ۲۶مه) د کابل امنیه قومندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ لیکلي په خواله رسنۍ کې چې د فرخندې په نوم نجلۍ د وژل کېدو پېښه مشکوکه ښودل شوې، هغې مغزي سکته کړې ده.

هغه زیاته کړې دغه پېښه دوه ورځې وړاندې شوې او دغه معلومات یې کورنۍ ورکړي دي.

ځدراڼ ویلي، پولیسو لومړنۍ پلټنې کړي او د فرخندې کورنۍ نه پر چا عریضه کړې او نه پر چا شک لري.

تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو راپورونه خپاره کړل چې د فرخندې په نوم یوه ۱۷ کلنه نجلۍ چې یوه ۴۵ کلن سړي ته واده شوې وه په کابل ښار کې په مرموز ډول وژل شوې ده.

رسنیو په خپلو راپورونو کې د فرخندې کورنۍ ته د نږدې سرچینو له قوله ویلي، چې دغه واده د خوښې نه؛ بلکې د هلک او نجلۍ پر کورنیو تحمیل شوی و او زوم یې د خپل پلار او ورور په ټینګار دغه واده ته غاړه ایښې وه.

د سرچینو د معلوماتو له مخې د فرخندې جسد دوه شپې وړاندې د کابل ښار په ګلبهار سټنر کې د هغې خسرګنۍ ته نږدې په یوه اپارتمان کې موندل شوی دی.

دغې پېښې پر خواله رسنیو هم سخت غبرګونونه راپارولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب