جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهبلوچستان کې د جعفر اېکسپرېس رېل پټلۍ په بمونو الوځول شوې

بلوچستان کې د جعفر اېکسپرېس رېل پټلۍ په بمونو الوځول شوې

تاند (دوشنبه د لړم ـ عقرب ۲۶مه) ‏پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې، د بلوچستان په نوټال سیمه کې د جعفر اېکسپرېس رېل پټلۍ د نامعلومو کسانو له لوري په بمونو الوځول شوې ده.

راپورونه وايي، جعفر اېکسپرېس اورګاډی چې له کوېټې څخه پېښور ته روان و، د نوټال سیمې څخه له تېرېدو څو شېبې وروسته چاودنه رامنځته شوې ده.

د پېښې د مرګ‌ژوبلې په تړاو تر اوسه جزئيات نه دي ورکړل شوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان د نا امنيو له امله په بلوچستان کې د جعفر اېکسپرېس اورګاډی په نښه کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم څو ځل پرې بريدونه شوي او ګڼ دولتي کارکوونکي پکې وژل شوي دي.

پاکستان په دې وروستیو کې د ناامنیو په لومه کې سخت ایسار پاتې چې د خلکو په وینا له حکومت یې حل لار ورکه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب