جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهایران د کابل او اسلام اباد د کړکېچ د حل لپاره سیمه...

ایران د کابل او اسلام اباد د کړکېچ د حل لپاره سیمه ییزه ناسته رابولي

تاند ( دوشنبه د لړم ـ عقرب ۲۶مه) ‏د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ایران کې د نړیوالو حقوقو په تړاو جوړ شوي کنفرانس څنډه کې خبریالانو ته ویلي چې، تهران د کابل او اسلام اباد کړکېچ حل لپاره هڅې کړي او ټاکل شوې د ستونزو حل لپاره سیمه ییزه ناسته را وبولي.

نوموړي د دغې ناستې د وخت او ځای په اړه څه نه دي ویلي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې د افغانستان، پاکستان، روسیې او قطر بهرنیو چارو وزیرانو سره هم په ټیلفوني خبرو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ستونزې حل په هوارې خبرې کړې وې.

عباس عراقچي د افغانستان بهرنیو چارو وزیر سره په خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزې حل هواري برخه کې د منځګړتوب غوښتنه هم کړې وه.

ایران داسې مهال دا ناسته رابولي چې، پرون یکشنبه روسیې هم د کابل ـ اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره د منځګړتوب وړاندیز کړی وو.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکیچ د حل سیمه ییزه هڅې داسې مهال ګړندۍ کېږي چې، د دواړو هېوادو ترمنځ په ترکیه کې درېیم پړاو خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب