Homeخبرونهچین د لسګونو افغان ماشومانو د زړه د ناروغۍ درملنه کوي

چین د لسګونو افغان ماشومانو د زړه د ناروغۍ درملنه کوي

تاند ( دوشنبه د لړم ـ عقرب ۲۶مه) ‏چینایي رسنیو راپور ورکړی، چې د چین سرې میاشتې بشردوستانه پرګرام له لارې یې د زړه په ناروغۍ اخته لسګونه افغان ماشومانو درملنه کړې او لسګونه نور یې چین ته د انتقال په نوبت کې ځای لري.

د چین شینهوا خبري اژانس خبر ورکړی، چې د ۲۰۱۸کال راهیسي تر اوسه لسګونه افغان ماشومان د زړه جراحي لپاره د چین بېلابېلو ښارونو ته انتقال شوي او یوازې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې شین جیانګ کې د نږدې ۱۰۰ ماشومانو درملنه شوې ده.

سرچینه وایي دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو کې د چیني متخصصیونو ټیمونه هم کابل ته راغلي، څو په کور دننه هم د تداوۍ پروسې ته دوام ورکړي.

د یادونې ده، چې د چین ترڅنګ المان هم د هغو هېوادونو له دلې ده، چې د افغان ماشومانو تداوي برخه کې فعاله ونډه لري او هر کال د لسګونه اړمنو ماشومانو درملنه کوي.

په ورته مهال د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، د زړه په ناروغیو اخته شاوخوا ۱۵زره افغان ماشومان یې ثبت کړي چې درملنې ته په تمه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...