Homeخبرونهکاظمي قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د...

کاظمي قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د مخالفانو ګډون سیاسي اړخ نه درلود

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۵ مه) د افغانستان لپاره د ایران پخوانی ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي، وایي چې د علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د یو شمېر مخالفو څېرو ګډون سیاسي اړخ نه درلود. د هغه په وینا، د ایران او د افغانستان د خلکو اړیکې کلتوري او تمدني دي، نه سیاسي.

د ایراف د راپور له مخې، قمي هغو طالب ضد شخصیتونو ته چې په دې مراسمو کې حاضر وو، د «افغان ملت د یوې برخې استازي» ویلي او زیاته کړې یې ده چې «هغوی ایران ته د خواخوږۍ او تسلیت وړاندې کولو لپاره راغلي و.»

هغه همداراز ویلي چې تهران د افغانستان له خلکو سره د خپلو تاریخي اړیکو له امله، «په طبیعي ډول» د ټولو لورو هرکلی کوي.

قمي وویل: «باید دې موضوع ته ډېر سیاسي رنګ ورنه کړو. دا ډول راتګونه او ګډونونه له سیاسي فضا څخه پورته دي.»

څرګنده نه ده چې ایران احمد مسعود او محمد محقق ته رسمي بلنه ورکړې وه چې د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي او که هغوی په خپله ورغلي وو. د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې له افغانستانه هم سلګونه کسان په شخصي ډول ایران ته تللي وو. ایراني چارواکي وايي چې ۲۵۰۰ افغانانو ته یې په دې خاطر وېزې ورکړي دي.

له بلې خوا د هندوانو او سیکانو یوه مذهبي ډله هم په دې مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...