Homeخبرونهد کانکور د ازموینې پایلې اعلان شوې، عمومي اول نومره د پروان...

د کانکور د ازموینې پایلې اعلان شوې، عمومي اول نومره د پروان او دوهم د کونړ دی

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۵ مه) د افغانستان د ازموینو عمومي ادارې د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت اصلي اوسېدونکی راشد، د پهلوان زوی، د ۱۴۰۵ کال د کانکور عمومي اول‌نومره اعلان کړ. هغه د ۳۶۰.۴۶ نومرو په ترلاسه کولو سره د کابل د طبي علومو پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.

 چارواکو وویل چې د سږ کال د کانکور په ازموینه کې د افغانستان د لېسو او دیني مدرسو له ۱۱۷ زرو څخه زیاتو فارغانو ګډون کړی و.

دا د طالبانو د واکمنۍ په ترڅ کې څلورم کانکور دی چې د نجونو له ګډون پرته ترسره کېږي.

د کانکور پنځه غوره ګډونوال:

۱. راشد، د پهلوان زوی، د پروان ولایت اوسېدونکی، د ۳۶۰.۴۶ نومرو په ترلاسه کولو سره د کانکور عمومي اول‌نومره شو او د کابل د طبي علومو پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شو.

۲. د کونړ ولایت اوسېدونکی انعام‌الله، د شیرزمان زوی، د ۳۵۹.۰۹ نومرو په ترلاسه کولو سره د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شو.

۳. د پکتیا ولایت اوسېدونکی عبدالهادي، د عبدالرحمن زوی، د ۳۵۶.۹۶ نومرو په ترلاسه کولو سره د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شو.

۴. د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی محمدامین، د محمدبشیر زوی، د ۳۵۶.۹۶ نومرو په ترلاسه کولو سره د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شو.

۵. بسم‌الله، د محمدعمر زوی، د ۳۵۶.۸۵ نومرو په ترلاسه کولو سره پنځم مقام خپل کړ. د ازموینو ادارې د هغه د پوهنځي نوم نه دی اعلان کړی.

په ۱۴۰۰ کال کې، چې وروستی کال و نجونو پکې د افغانستان په کانکور کې ګډون کړی و، د کابل ولایت یوې نجلۍ سلګۍ، د موسی‌خان لور، عمومي اول‌نومره شوې وه.

د طالبانو له واکمنېدو مخکې، په ۱۳۹۹ کال کې لږ تر لږه ۲۱۰ زره هلکانو او نجونو په دې ازموینه کې ګډون کړی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...