تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۶ مه) د ازبکستان رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد چارواکو د افغان سوداګرو لپاره د زرغون هوايي دهلېز (Green Corridor) له جوړولو سره موافقه کړې ده. د دې طرحې له مخې، افغان سوداګر به د ازبکستان له نړیوالو الوتنو څخه د درېیمو هېوادونو بازارونو ته د خپلو صادراتي توکو د لېږد لپاره کار اخیستلی شي.
د ازبکيستان «ګازیتا» ورځپاڼې د سرخاندریا د والي، اولوغبیک قاسماوف، له قوله لیکلي چې دا موضوع په هغه غونډه کې وڅېړل شوه چې د ازبکستان د ولسمشر، شوکت میرضیایف، په حضور کې د ټرانسافغان رېللارې د لوژستیکي سیسټم د پراختیا په اړه جوړه شوې وه.
قاسماوف ویلي چې د دې پروسې د تنظیم لپاره به یو ځانګړې کمېسیون هم جوړېږي.
د سرخاندریا والي په وینا، د افغانستان او ازبکستان پر پوله لوژستیکي وړتیاوې هم د پام وړ لوړې شوې دي. د ترانسپورتي دهلېزونو شمېر له څلورو څخه ۱۲ ته رسېدلی او د باروړونکو موټرو د تګ راتګ ظرفیت د ورځې له ۳۵۰–۴۰۰ موټرو څخه ۱۰۰۰–۱۲۰۰ موټرو ته لوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه چې پهرېلګاډو لکې لېږد رالېږد هم د ورځې له ۲۵۰ واګونونو څخه نژدې ۵۰۰ واګونونو ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، د سیندري بندر له لارې انتقالات هم زیات شوي دي. تېر کال له دې لارې څه باندې ۲۵۰ زره ټنه توکي لېږدول شوي وو، خو یوازې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۲۰ زره ټنه توکي له دې بندر څخه تېر شوي دي.
د سرخاندریا والي ویلي چې د بهرنیو پانګهوالو او سیمهییزو سوداګرو له لوري د لوژستیکي خدمتونو غوښتنه مخ په زیاتېدو ده. د هغه په وینا، ازبکستاني چارواکي غواړي د افغانستان پولې ته نژدې یو لوی لوژستیکي مرکز جوړ کړي او د دې پروژې لپاره به ۵۰ هکټاره ځمکه ځانګړې کړي.
په دې طرحه کې د مالیاتي معافیتونو او نورو اسانتیاوو د برابرولو وړاندیز هم شامل دی.