پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهمجاهد: دوحې تړون مو امریکا سره کړی، پاکستان مو دوست هېواد دی

مجاهد: دوحې تړون مو امریکا سره کړی، پاکستان مو دوست هېواد دی

تاند: ( یکشنبه، د سرطان ۲۵ مه)  د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له د دوحې تړون څخه په سرغړونې د دوی د تورنولو په اړه د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه آصف څرګندونو ته غبرګون ښودلی.

مجاهد ویلي، چې طالبانو یاد شوی تړون له امریکا سره لاسلیک کړی او له پاکستان سره د دوحې د تړون په چوکاټ کې نه؛ بلکې د یوه دوست هېواد په توګه چلند کوي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د خپلو ګاونډیانو حقونو ته “درناوی” نه کوي او ترهګرو ته د پناه نه ورکولو په اړه د دوحې تړون “مراعت نه کوي”.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یې په غبرګون کې وویل، طالبان اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي او یا هم دغه هېواد ته زیان ورسوي.

هغه په ​​دې برخه کې څرګندونې “ناسم پوهاوی ” وباله.

مجاهد زیاته کړه، که پاکستان په افغانستان کې، د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) د غړو د فعالیتونو په تړاو اسناد لري، دوی سره دې شریک کړي.

تېره ورځ د پاکستان د پوځ مشر هم په یوه بیان کې ویلي وو، چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د خوندي پټنځایونو او د فعالیت د ازادۍ په اړه ډېر اندېښمن دی.

3 COMMENTS

  1. بیشک
    تر دی ښکاره کوچنیو موږکانو ، هغه پټې غټې مږې دیری خطرناکی وی،
    له امان الله ظاهر شا داود او خلکیانو سره د شوروی قراردادونه اوله جمهوریتیانو سره د امریکی دګډ امنیتی قرارداد سند برالا و ښکاره و، هرجای نشر شوی وو هغسی چی لیکلی و هغسی تطبیق کیدل. د هر سړی لاس کی و هیڅ شی یی پټ نه و ، خو کوم تاثیر یی ندرلود، اصلی شی دا د دوحی قرارداد دی چی دې کی دومره پټ او مرموز شیان دی چی ایله یوه کرښه یی لس ورځې مخکی بایدن روښانه کړه، نور یی لا اوس هم پټ دی چی نور به لا څه پکی وی؟ لاړ افغانستان اوس تباه شو په همدی قرارداد برباد شو

    • تف لعنت په مجاهله د پنجاب غلامه پاکستان خو اورتې او اولادونه درنه یرغمل کړي. هغه سي څه درته وائی تاسي موزیان ورته وایاست جي ثیر. 😡

  2. تف لعنت په مجاهله د پنجاب غلامه پاکستان خو اورتې او اولادونه درنه یرغمل کړي. هغه سي څه درته وائی تاسي موزیان ورته وایاست جي ثیر. 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب