دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر: لوږه او ناسم اقتصاد د تېر نظام ناوړه میراث دی

مولوي کبیر: لوږه او ناسم اقتصاد د تېر نظام ناوړه میراث دی

تاند: ( یکشنبه، د سرطان ۲۵ مه) د طالبانو سرپرست رئیس الوزرا مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې لوږه او ناسم اقتصادي وضعیت د پرزول شوي جمهوري نظام ناوړه میراثونه ګڼلي، خو نه یې دي ویلي چې دوی د دغه وضعیت د بدلون لپاره څه کول غواړي.

د هغه دفتر ویلي، چې د یوه خیریه بنسټ له مشر سره یې د لیدنې پر وخت دا خبره کړې.

د خیریه بنسټ مشر عطاالله عطا مولوي کبیر ته ویلي، چې په ۵ سوه زره ډالرو د زړه د درملنې روغتون جوړوي، چې مولوي کبیر ورسره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

په داسې حال کې چې هره ورځ نړیوال بنسټونه او عام افغانان د ورځ تر بلې زیاتیدونکي فقر او اقتصادي ناورین خبر ورکوي، خو طالب چارواکي په دې اړه ضدو نقیضې خبرې لري.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر او د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي په وروستیو څرګندونو کې د افغانستان د اقتصادي ناورین په اړه بحثونه بهرني تبلیغات ګڼلي، خو دوی او نور چارواکي په ورته مهال له نړیوالو غواړي، چې افغانستان ته ډېرې بشري مرستې واستوي.

2 COMMENTS

  1. خخخخخخ، هر بلا چي راسي، وایي تېر داسي کړي وه، تېرو په لا تېرو پسې او لاتيرو په لالا تېرو پسې تړلې، خپله يې ملا ماته وي چي یوه خښته پر بله کښېږدي،

    نر هغه دی چي بار پر اوږو کړي تر مزله يې ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب