جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد متقي دفتر: هغه د افغانستان په اړه د ماسکو راتلونکې ناستې...

د متقي دفتر: هغه د افغانستان په اړه د ماسکو راتلونکې ناستې ته بلل شوی

تاند: ( یکشنبه، د سرطان ۲۵ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي د افغانستان په اړه د مسکو راتلونکې غونډې ته بلل شوی.

د متقي دفتر وایي، دا بلنه په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرینوف له ملا متقي سره د لیدنې پر مهال هغه ته وسپارله.

سرچینه زیاتوي: په دې کتنه کې متقي د کابل او مسکو د دیپلوماتیکو اړیکو د ښه کیدو هیله څرګنده کړه.

متقي له روسي سفیر څخه د افغان سوداګرو او نورو وګړو لپاره د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو غوښتنه هم وکړه.

 معلومه نه ده، چې د افغانستان په اړه د روسیې په کوربه توب یاده غونډه په دقیق ډول کله جوړیږي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت څه موده مخکې وویل، چې د افغانستان اړوند غونډو ته د طالبانو استازي، د غونډې د ګډونوالو هېوادونو په موافقه بللی شي.

1 COMMENT

  1. بېشکه ملا صاحب ، هغه د ماسکو غوړې ، سپینې او پستې نجونې مو په یاد دي . سخت په مینه مو ورته کتل.
    که غواړئ نړۍ مو په رسمیت په رسمیت وپېژني نو د نجونو پرمخ د کار ، تحصیل او ښوونځیو دروازې پرانیزئ . ښځې د یوې ټولنې نیم نفوس جوړوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب