لسمه برخه
په شنه سهار د بلغاريې له يوه کلي روان شوو، بې حده ستړي، وږي او تږي وو. د صربستان تر مرزه څلور ساعته پياده روي وه خو بيخي لوړې او ژورې يې لرلې، دوه بلغاريايي راه بلدان راسره ملګري شول، بيخي د پوليسو غوندې وو، مخابرې، نظامي ګوشکۍ تور نقابونه. دوى مخکې او موږ ورپسې. مرز ته نېږدې شوو او دوى په ماته ګوډه انګليسي دومره وپوهولو چې د صربستان په خاوره کې دوه نور راه بلدان درته راځي. په اروپايي هېوادونو کې چې وګرځې د مرز پته يې نه درته لګيږي خو موږ دومره پوى شوو چې راه بلدان نور راسره ملګري شول، ځکه اروپايي هېوادونه د موږ غوندې پر پوله دېوالونه او اغزن سيمونه نه لري.
ټوله ورځ مو مزل وکړ، زه سخت ناروغ شوم، تبه مې وه، وږى او تږى وم، ستړى وم، پښې د ډېر مزله له لاسه پولۍ شوې وې او بيا يې پولۍ بېرته چاودېدلې وې او په زخم اوښتې وې. په بلغاريه کې د شپې لخوا د برق شارټۍ سره مخ شوى وم، د دواړو پښو تر منځ يې شارټ راکړى وو چې څومره به مې مزل کاوه هغومره بې دمه کېږدم. په ټوله ډله کې اخېر زه روان وم اېله مې ځان پسې رساوه. يوازې زه نه نور هلکان هم خراب وو ان له وروسته به يې راه بلد پسې ښکنځلې کولې چې نور نه شو تلى کله رسېږو.
ماښام نېږدې وو چې د غرونو له لوړو څوکو لاندې کلي راښکاره شول او دا د خوشالۍ نښه وه چې بس را ورسېدو. د غره په يوه جګه څوکه يې کېنولو له چا سره يې په موبايل خبرې وکړې، لاندې کلي ته يې روان کړو. له غره ورښکته شوو د پاخه سړک او غره تر منځ کوچنى سيند بهېده، له سينده د هغو ونو په واسطه پورې وتو چې د اوبو منځ ته راچپه شوې وې، موټر راته ولاړ ور وختو او حرکت يې وکړ.
تر څو ساعته مزل وروسته تياره شوې وه د سړک تر غاړې يې يوه ځاى کې ښکته کړو، او موټروان لاړ. قاچاقبر سره مو اړيکه ونېوله ويل يې ويډيو مو راولېږى او دلته کېنى زه ټکسيانې درپسې درلېږم چې افغان پارک ته مو يوسي. افغان پارک په صربستان هغه ځاى دى چې له صربستان څخه د هنګري او کړواسيې په لاره تلونکي مسافر له دې ځايه پورته کوي، اصل نوم يې بل شى دى خو افغانان يې افغان پارک بولي يوه روځ کمپ کې پوليس راته ويل چې هغه افغان پارک نه دى اصل نوم يې بل څه وو. چې ويډيو مو ور ولېږله سړى پسې ورک شوو بس موږ ويل چې د ده ضرورت پوره شو اوس نو ځى چې د ده په تمه پاتې نه شو، حرکت مو وکړ او پر سړک کيله روان وو ټولو خلکو لېدو خو پوليسو پسې مو سترګې راوتې وې. عجېبه وه په ايران، ترکيه او بلغاريه کې موږ له پوليسو تښتېدو خو دلته په صربستان کې پوليس له موږ تښتېدل. د سړک تر غاړې د تېلو پمپ وو خوا کې يې يو هوټل هم درلوده، د همدغه هوټل مخې ته کېناستو يوه ته به مو ويل چې پوليسو ته زنګ وکړى بل ته مو ويل خو هيچا زنګ نه ورته کاوه. شپږمه شپه مو صربستان ته رارسولې وه او تر اوسه مو لا څه نه وو خوړلي، هوټل کې يوې نجلۍ کار کاوه او موږ پنځه نفرو ته يې د خوراک لپاره څه راوړل، بېرون ورته کېناستو چې ګورم د پوليسو ټکسي د هوټل خواته ورو ورو راروانه ده، ملګري ته مې وويل چې پوليس دي او ور منډې يې کړې د پوليسو د موټر په مخه کې ودرېده، پوليس راښکته شوو ويل يې افغانان ياست موږ ويل هو. ويې شمېرلو او ويل يې موټر درپسې راځي کمپ ته به مو يوسي پولس راته اوبه را واخېستې. تر روڼ سهاره دلته د موټر په تمه ناست وو د پوليسو پېرې به بدلېدې، چې لمر را وخوت موټر را ورسېده.
تر څو ساعته مزل وروسته يې يوه کمپ کې ښکته کړو، افغانان، سوريه وال، د عراق الجزاير، ترکيې او نورو هېوادونو کډوال پکې وو. د کمپ وضعيت سخت خراب وو چټلي او ناولتوب ډېر و خو همدې مسافرو دا حال جوړ کړى وو او بيا د کمپ مسولينو هم د پاکارۍ لپاره پام نه کاوه.
دوه ورځې مې په دې کمپ کې مسلسل سختې تبې تېرې کړې، پښې مې وپړسېدې زخمې شوې وې، ډوډۍ ته به ملګرو له لاسونو نېولى ور وستلم ځکه پښې مې داسې وې چې په ګرځېداى نه شوم. دوه ورځې رخصتي وه او د کمپ ډاکټر ته په دريمه ورځ ورغلم پښې مې ورته ښکاره کړې فقط يو عادي پانسمان يې راته وکړ او کړل دا زموږ کار نه دى، ما ويل ښا نو دا د چا کار دى چې هغه ته ورشم، ويل يې ستا د پښو تڼاکې چاودلي دي او دا به خپله جوړيږي. نور مې ورسره څه ونه ويل او ترې راووتم. د صربستان په کمپونو کې افغان قاچاقبران، راه بلدان او صرافان هم اوسيږي، ټول ضروريات دې در پوره کوي. داسې افغانان مو ولېدل چې تر کلونو کلونو په دې کمپونو کې اوسېدل، د بلغاريې پوليسو به د لېونتوب پېچکارۍ ورته کړې وې او دلته به بې سر نوشته پراته وو. د صربستان په دريو کمپونو کې مې وخت تېر کړ خو د يوه حالات به تر بل بدتره وو.
دوام…