پوهاند نصرالله ستانکزی
امیر عبدالرحمن خان په یوه پندنامه کې چې په ۱۳۰۴ هجري قمري کال کې د کابل د دارالسلطنه په مطبعه کې په پښتو ژبه، تر «سررشتهٔ اسلامیهٔ روم بزبان افغاني» تر عنوان لاندې چاپ شوې، په لومړۍ برخه کې د افغانستان ملت تعریفوي او بیا وروسته هغوی یووالي او لکه د عثماني خلافت د وګړو په څېر ژوند ته هڅوي.
د دې پندنامې په سر کې داسې راغلي دي:
«بسم الله الرحمن الرحیم
زه چې عبدالرحمن یم، بیانوم، ای قوم د افغانستان چې دراني و غلجایي و فارسیبان و هزاره و ترک هستي او تعلق د افغانستان هستي او ټول مؤمن و مسلمان هستي. لپاره ستاسي له واقعاتو د ورور ستاسي خلق د روم چې اوسي، سررشته د دیندارۍ د غمخورۍ د ننګ و ناموس د دین و دولت خپله یې چه کړې ده، اخبارا راښکومه څو سطره دي په دې پندنامه کې. باید چه کل اسلام دی (په) همدغه لار راشي، چه هم نېکنامه و سرخرویه په دې دنیا و آخرت وي، او ښه فکر و غور وکړي چې مېړونه چې نگهباني د دین و دولت و عیال و ملک خپله کوي، دا رنګه باید وکړی شي، ترڅو هم خدای راضي شي و هم سرفرازي د دنیا حاصله شي. زه نه وایم چې حکمي باید وشي، اما خپله یې ملاحظه کانړي (کاندې) چې غیر له دې باقي څه پاتې ده، باید قدم په قدم د مېړو کېدی شي، ترڅو دښمن کامی (کامیاب) ونگرزي (ګرځي)، فقط.»
بیا وروسته په دې پندنامه کې عبدالرحمن خان په لنډو کې د عثماني خلافت او د هغه د خلکو حالات بیانوي.
که دغه لنډ متن ته ځیر شو، نو دغه ټکي ترې لاس ته راځي:
- عبدالرحمن خان په سر کې د افغانستان قامونه؛ دراني او غلجایي (پښتانه)، فارسیبان (تاجیک)، هزاره او ترک (ترکمن، ازبیک او اړوند ترک توکمې)؛ د افغانستان واحد ملت په توګه راپېژني، او ټول د اسلام په دایره کې وروڼه ګڼي؛
- کله چې عبدالرحمن خان د افغانستان قامونه مسلمانان ګڼي؛ مفهوم دا دی چې د اسلامي احکامو له نظره په مسلمانانو کې توپیر نه شته؛
- بل دا چې هغوی یووالي ته رابولي؛
- که د متن سر ته پام وشي؛ هغه ټولو وګړو ته د افغانستان قوم کاروي؛ او
- په پای کې د یوه ټولواک په توګه دا موضوع د یوه نصیحت او پند په بڼه خپل ملت ته وړاندې کوي، نه د یوه حقوقي الزام (د متن په ژبه: «حکمي») په توګه.
عالی معلومات