Homeمقالېد جمهوري غوښتونکو خوځښت

د جمهوري غوښتونکو خوځښت

د جمهوریت د سقوط نه وروسته، د جمهوري غوښتونکو خوځښت د ۲۰۲۲ز کال د جون په میاشت کې (څه د پاسه څلور کاله د مخه) د طالبانوپه وړاندې د غیر مسلح سیاسي اپوزیسون په توګه اعلان وکړ او د دې خوځښت اهداف واضحه، مشخص او د واقعیتونو سره برابر و او دي. لکه د اساسي قانون درلودل، د نفې او انحصار سیاست مخالفت، ولسواکي، د بیان او تعلیم حق ښځو او نرو لپاره او د قانون په چوکاټ کې دکار، ژوند او سیاست حق.

دا خوځښت هغه وخت اعلان شو چې ډېرې پخواني چارواکي لا ورک او ګنګس و. زمونږ ملګرو دا وپتیله چې جمهوري ارزښتونه د یو څوکسانو پورې تړاو نه درلود او نه لري بلکې په کل کې دا هغه ارزښتونه دي چې هر نظام او حکومت کې ورته اړتیا ده چې باید موجود وي. بېله دې ارزښتونو او مؤخو په یو هیواد کې سوله او ثبات نشي راتلاې او نه د هیواد وګړي د سوکالۍ او ارامۍ ساه اخستلې شي.

د جمهوري ارزښتونو د تقوې لپاره زمونږ غیر مسلحانه مبارزه مخکې هم روانه وه او اوس هم روانه ده. په سل ګونو مرکې او لیکنې مووکړلې. په لس ګونو مجالسو او غونډو کې مو خپل اهداف او نظر په ښکاره توګه بیان کړل. خپل اواز مو افغانانو او نړیوالو ته د بیلابیلې لاروورسوه. خو د ګاونډیانو او بهرنیانو دروازې مو د پروژو اخستلو او مصلحت لپاره ونه ټکولې او نه مو د چاسره جوړ جاړې وکړ. نه طالبانو تهتسلیم شولو او نه د جنګي ډلو اجندا ومنله.

مونږ د کریدت اخستلو په لټه کې نه و او نه یو فقط غواړو چې د جمهوري ارزښتونو په رڼا کې ټول افغانان د طالبانو په شمول په ګډه پهافغانستان کې په سوله ایزه توګه ژوند، کار او سیاست وکړي. مونږ د جنګي ادبیاتو په عوض سوله ایز ادبیات غوره کړیدي او هر سیل سره نهالوزو او نه مو موقف او نظر هره ورځ بدلیږي رابدلیږي ځکه زمونږ موقف او نظر په متوازن دریځ او منل شوو افغاني ملي او نړیوالوارزښتونو او اصولو ولاړ دی.

په پرله پسې او دومداره توګه د خپلو اهدافو د بیانولو په نتیجه کې د دې خوځښت د مهمو لاسته راوړنو نه یوه لویه لاسته راوړنه همدا ده چې دنن سبا اکثریت افغانان په داخل او بهر کې او همداشان نړیواله ټولنه په دې عقیده ده چې افغانستان کې انحصار د قدرت او نفې سیاست نتیجه نهورکوي. د فریدون اوغلو د ټیم سره د خبرو اترو له لارې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په (2721 (2023) فیصله کې زمونږ د اهدافو مطابقپه بین الافغاني ډیالوګ ټینګار وشو تر څو یو مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره زمینه مساعده شي.

د جمهوري غوښتونکو خوځښت لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال مؤځې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا فیصله په لاندې لینکونو کې لوستلېشې.

https://www.facebook.com/share/p/1ByUk7AnsB/?mibextid=wwXIfr

https://www.facebook.com/share/p/1A1LJNPRMf/?mibextid=wwXIfr

https://docs.un.org/en/S/RES/2721(2023)

هدف د دغه لیکنې نه څه دی:

  • افغانستانپه خیالي طرحو او شعارونو نه جوړیږي. حزب او خوځښت سره توپیر لري. د حزب د جوړیدو لپاره قانوني چوکاټ او عینيشرایط او ماحول مهم دی چې اوس بهر کې افغانانو لپاره د حزبونو جوړیدو شرایط برابر نه دي. خوځښت د یو فکر لپاره کار کول دي نه دپروژو، توفق طلبې او شخصي ګټو لپاره. خوځښت یو نیټورک دی چې هر څوک پکې برخه اخستلې شي او د یو منظم هدف لپاره په شریکه کارکول دي ځکه انفرادي هلې ځلې بې له یوې واحده ادرسه نتیجه نه ورکوي.
  • ځینيافغانان د خپل رول په هکله مذبذب یا کنفیوز دي. ځیني داسې خبرې کوي لکه په افغانستان کې د قدرت په ګدې ناست دي او د هیوادداخلي او بهرنۍ تګلاره ټاکي او عملي کوي. کله د حاکم په توګه غږیږي او کله د محکوم په توګه. کله مشورې ورکوي او کله په نورو حکمونهکوي چې داسې او هغسې وکړې. دلته خبرې او رول لوبول باید د واقعیتونو په رڼا کې وي.
  • څوورځې مخکې یوې ډلې يه واشنکتن کې د NED په دفتر کې غونډه درلود او د همدې غونډې ځینو ګډونوالو دلندن د کیمبریج پوهنتونکې تیره اونۍ ناسته درلوده. دوی داسې هوایي طرحې وړاندې کوي ته به فکر کوي چې دنیا دوی ته دنده سپارلې چې د طالبانو په عوضحکومت جوړ کړي او یا داسې فکر کوي چې طالبان لکه د ۲۰۰۱ز کال غوندې له منځه تلونکي دي او دوی د بن د غونډې غوندې د طالبانو نهوروسته حکومت جوړوي. همدا ډله اسلام اباد ته هم منډې رامنډې وهي او فکر کوي چې پاکستان به د دوی لپاره طالبان چپه کړي. کله ځانونه دجنګي ډلو برخه ګڼي، کله ځانونه مدني فعالان ګڼي او کله ځانونه دیپلوماتان او سیاستمداران معرفي کوي. بس که هر څومره خپل ماسکونه اورنګونه بدل رابدل کړي، دوی په ولسواکۍ عقیده نه لري او د جنګي ډلو او جنکسالارانو د سکې بل مخونه دي.
  • د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت او د جمهوري غوښتونکو خوځښتغړي په دې عقیده دی چې د طالبانو حاکمیت په موجودهشکل دوام نشي کولې. که دوام هم وکړي، افغانستان به د انزوا په حالت کې وي او دنیا یې په رسمیت نه پیژني. څومره چې افغانستان د انزوا پهحالت کې وي، افغانستان کې فقر زیاتیږي او جنګ ته زمینه مساعدیږي. د موجوده او راتلونکې بد وضعیت او جنګونو مسوولیت د طالبانو پهغاړه دی.
  • دطالبانو بدیل افراد، اشخاص او ډلې نه دي. که جنګ دوام کوي، یوه بله ډله به قدرت نیسي. که جنګ دوام ونکړي، بدیل د لوی جرګېدایریدل دي چې په یوه ملي پروسه باندې توافق وشي چې څنګه قانونمند، مشروع او ولسواکه حکومت په افغانستان کې رامنځته شي. ټولافغانان په نطام کې خپل ځانونه وګوري. افغانستان د انزوا حالت نه ووځي او افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه شي. په هغه صورت کې دا د ټولوافغانانو په خیر تمامیږي او هیڅوک به بایلونکي نه وي.
  • کهخبره د یو بل د توهین او نفې کولو شي، بیا هیڅوک به ګټونکې نه وي بلکې ټولې خواوې به بایلونکي وي. او أصلي بایلونکي به دافغانستان ولس وي. په اوس وخت د ایډیالیزم په اساس په افغانستان کې ثبات نشي رامنځته کیدلې بلکې د ریالیزم په بنیاد افغانان کولې شي چې مثبت رول ولوبوي. هیله ده چې پدیتوګه افغانان د يورته مؤخو ته د رسیدو لپاره د یو واحد خوځښت په چوکاټ‌ کې د یو متحد فکرلپاره اواز اوچت کړي نه د حزبونو د جوړیدو لپاره. البته کله چې قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام رامنځته شو، د حزبونو رول مهم دی او ولسواکۍ په یو هیواد کې بې له ملي او با اعتباره حزبونو نشي تامین کیدلې.

شاه محمود میاخیل

د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...