د مالک بن نبي له افکارو څخه الهام اخیستل شوی لیدلوری
لیکوال: ډاکټر مراد بوفولة
ژباړن: عارف رسولي
سریزه
که تمدن په خپل جوهر کې یو انساني جوړښت وي، نو لومړۍ پوښتنه چې هر نهضتي او رنسانس پلوه پروژه یې باید مطرح کړي دا نه ده چې: موږ څنګه بنسټونه جوړ کړو؟ یا موږ څنګه اقتصادي پراختیا ترلاسه کړو؟ بلکې دا ده: موږ د څنګه انسان جوړول غواړو؟
په تاریخ کې بېدارو او هڅاندو ملتونو دا درک کړې وه چې انسان په هره تمدني پروژه کې د پیل ټکی دی، او د ابادۍ او عمران کیفیت له هغه انساني کیفیت سره مستقیمه اړيکه لري چې دا عمران رامنځته کوي. له همدې امله، د سترو مصلحینو پام د شیانو پر ځای ډېر پر هغه انسان متمرکز و چې د شیانو د تولید او هغو ته د لوړو موخو لور ته د لارښوونې وړتیا ولري.
په دې برخه کې، مالک بن نبي یو ژور لیدلوری وړاندې کوي چې انسان د تمدن په معادله کې لومړنی رکن ګڼي. هغه په دې باور دی چې نهضت او بېداري د مادي وسایلو له ډېرښت څخه نه، بلکې د انسان له کلتوري، اخلاقي او فکري بیاځلي رغونې څخه پیلېږي. انسان په خپل لومړني حالت کې حتماً یو تمدني انسان نه وي، بلکې یوې هراړخیزې رغندې پروسې ته اړتیا لري ترڅو هغه له یو «خام فرد» څخه په یو «فعال او اغېزمن انسان» بدل کړي، چې د تاریخ په جوړولو کې د ونډې اخیستو وړتیا ولري.
له همدې ځایه، د «عادل (فعال) انسان» په اړه د خبرو ارزښت په ډاګه کېږي؛ د داسې یو انساني ماډل په توګه چې په هغه کې د فکر، اخلاقو، ښکلا، عمل او ټولنیزو اړیکو عناصر سره یوځای کېږي، ترڅو وکولای شي تمدني اغېزمنتیا ترلاسه کړي او په ټولنه کې خپله عمراني او رغونکې دنده ترسره کړي.
لومړی: له خام فرد څخه تر ټولنیز منلي (سازګار) فرد پورې
انسان چې کله پیدا کېږي، د یو لړ فطري چمتووالو او پټو وړتیاوو لرونکی وي، خو هغه د کلتور په لرلو، یا د ټولنیز مسؤلیت او تمدني رسالت په درک کولو سره نه زېږېږي. له همدې امله، هغه په دې پړاو کې د «خام فرد» په توګه یادولای شو؛ یانې هغه لومړنۍ انساني ماده چې لا تر اوسه په یو منظم کلتوري او ټولنیز چوکاټ کې نه ده بڼه شوې.
له خام فرد څخه ټولنیز منلي (سازګار) فرد ته لېږد، د تمدني ودانۍ لومړی ګام دی. ټولنه یوازې د افرادو په بیولوژیکي شتون بسنه نه کوي، بلکې هڅه کوي هغوی په خپل ارزښتي او کلتوري نظام کې مدغم کړي ترڅو وکولای شي له خپل چاپېریال سره مثبت تعامل وکړي.
دلته کورنۍ، ښوونځی، جومات او نور بیلابیل ټولنیز روزنیز بنسټونه مداخله کوي ترڅو د انسان شخصیت جوړ کړي، د هغه چلند ته لاره وښیي او هغه ارزښتونه او معیارونه پکې وکري چې د ګډ ژوند او د ټولنې په جوړولو کې د ګډون زمینه ورته برابروي.
ټولنیز منلی فرد هغه څوک دی چې د نظم درناوی زده کوي، د مسؤلیت احساس ترلاسه کوي، د ډله ییز کار پر ارزښت باور پیدا کوي او په دې پوهېږي چې د هغه شتون یوازې د شخصي ګټو په ترلاسه کولو پورې محدود نه دی، بلکې تر دې ورهاخوا د عامه ګټو په خدمت او د عمران او ابادۍ په ترلاسه کولو کې هم دی.
د تمدني رنسانس د ټولنپوهنې له نظره، دا پړاو د تمدن په جوړولو کې لومړی قانون دی؛ ځکه چې د یو داسې انسان له تولید پرته چې په خپله ټولنه کې د هوښیار ادغام وړتیا ولري، د یوې فعالې ټولنې رامنځته کول ناممکن دي.
دوهم: کلتوري لارښوونه او د تمدني شخصیت جوړول
وروسته له دې چې فرد د ټولنیز ادغام لپاره چمتو شي، یو ډېر ژور پړاو پیلېږي چې هغه «کلتوري لارښوونه» ده. لارښوونه لکه څنګه چې مالک بن نبي تعریف کړې ده: «په هڅه او وخت کې سپما کول دي».
له کلتوري لارښوونې څخه مرست داسې یوه پروسه ده چې د هغې له لارې د نړۍ په اړه د انسان لیدلوری ټاکل کېږي او د ارزښتونو او معیارونو هغه نظام رامنځته کېږي چې د هغه چلند او انتخابونه اداره کوي. کلتور یوازې پوهه یا د معلوماتو زېرمه نه ده، بلکې هغه مرجعي چوکاټ دی چې د فکر کولو، کار کولو او له واقعیت سره د تعامل لاره ټاکي.
مالک بن نبي کلتوري لارښوونه د تمدني انسان د جوړولو بنسټیزه وسیله ګڼلې ده؛ ځکه چې دا ارزښتونه د مجردو افکارو له کچې څخه د ورځني چلند کچې ته لېږدوي.
یو رغیدونکی او پیاوړی کلتور، بېدار او هڅاند انسان تولیدوي؛ او یو شاته پاتې کلتور داسې انسان تولیدوي چې د تمدني عمل وړتیا نه لري، که څه هم هغه هر څومره مادي یا علمي امکانات ولري.
له همدې امله، د رنسانس او بېدارۍ جګړه په خپل جوهر کې یوه کلتوري جګړه ده چې د شیانو له جوړولو وړاندې د انسان جوړول په نښه کوي.
درېیم: د فکر اصلاح او د عقل ازادي
فکر هغه قطبنما ده چې په ژوند کې د انسان حرکت ته لوری ورکوي، له همدې امله د فکر اصلاح د عادل (فعال) انسان په جوړولو کې یو بنسټیز شرط دی.
هغه انسان چې د خرافاتو، د پټو سترګو د تقلید یا فکري تړاو په بند کې ژوند کوي، نشي کولای د تمدن په جوړولو کې مرسته وکړي؛ ځکه چې هغه د واقعیت د پوهیدو، د ستونزو د تشخیص او د هغو لپاره د مناسبو حللارو د تولید وړتیا له لاسه ورکوي.
له همدې امله، مالک بن نبي د مسلمان عقل د «استعمار منلو» (القابلية للاستعمار) او د فکري عجز له بیلا بیلو بڼو څخه چې د تمدني اغېزناکتیا مخه نیسي، د ازادولو غوښتنه وکړه.
د فکر اصلاح د کره او نقدګر شعور د پراختیا، له واقعیت سره د پوهې د تړلو او د تاریخ او ټولنې پر حرکت باندې د حاکمو سنتو (قوانینو) د لټون په لور د عقل په لارښوونې سره ترلاسه کېږي. ځکه نو عادل (فعال) انسان هغه څوک دی چې په سمه توګه د کار کولو وړاندې، په سمه توګه فکر کوي.
څلورم: د جمالیاتي حس او ذوق اصلاح
تمدن یوازې په مادي یا فکري اړخ پورې محدود نه دی، بلکې په هغه جمالیاتي او هنري ذوق کې هم څرګندېږي چې د افرادو او ټولنو ژوند ته بڼه ورکوي.
څوک چې له ښکلا سره روږدي شي، له نظم سره روږدي کېږي؛ او څوک چې له نظم سره روږدي شي، د لاسته راوړنو او خلاقیت ډېره وړتیا پیدا کوي. له همدې ځایه، مالک بن نبي جمالیاتي لارښوونې ته د انسان د تمدني جوړښت د یو عنصر په توګه خورا لوی اهمیت ورکړی دی.
ښکلا کومه تجملاتي یا اضافي خبره نه ده، بلکې یو تمدني ارزښت دی چې په معمارۍ، لباس، خبرو اترو، ټولنیزو اړیکو او د ورځني ژوند په ټولو جزییاتو کې منعکس کېږي. کله چې جمالیاتي ذوق خراب شي، ګډوډي خپرېږي او د نظم احساس کمزوری کېږي، چې په پایله کې د ټولنې تمدني فعالیت شاته ځي.
پنځم: د اخلاقي حس اصلاح او د تمدني وجدان رغونه
که فکر انسان ته د سمې لارې پېژندلو لارښوونه کوي، نو اخلاق ورته پر هغې باندې د ودرېدو او ژمنتیا ځواک بښي.
تمدنونه یوازې په مادي ځواک پایښت نه مومي، بلکې هغه مهال دوام کوي چې ارزښتونه د افرادو د ډله ییز وجدان برخه وګرځي. له همدې امله، مالک بن نبي د ریښتینولۍ، امانتدارۍ، عدالت، احسان او د دندو د درناوي پر بنسټ د اخلاقي احساس پر جوړولو ټینګار کړی دی.
عادل (فعال) انسان یوازې هغه فرد نه دی چې قانون ته ژمن وي، بلکې هغه داسې یو انسان دی چې یو کورنی (داخلي) څارونکی (رقيب) لري چې د بهرنۍ څارنې په نشتوالي کې هم هغه له ظلم څخه منع کوي. له دې ځایه، اخلاق د ټولنې د غړو ترمنځ د ټولنیز باور، ثبات او همکارۍ د رامنځته کولو لپاره یو تمدني او تولیدي ځواک ګرځي.
شپږم: د عملي منطق کښت او په لاسته راوړنو د افکارو بدلول
د تمدني وروسته پاتې والي یو له خورا څرګندو نښو څخه د وینا او عمل ترمنځ د واټن شتون دی. ډېری ټولنې افکار، اصول او شعارونه لري، خو د هغو په عملي واقعیت بدلولو کې عاجزې دي.
له همدې امله، مالک بن نبي د داسې یو عملي منطق د رامنځته کولو غوښتنه وکړه چې انسان د افکارو ارزښت په واقعیت کې د هغو د اغېز د تولید د کچې له مخې اندازه کړي. عادل (فعال) انسان یوازې د دندې په پېژندلو بسنه نه کوي، بلکې د هغې د سرته رسولو هڅه کوي؛ او یوازې د خیر په غوښتلو بسنه نه کوي، بلکې د هغه د ترلاسه کولو لپاره کار کوي.
عملي منطق کلتور له ذهني تصور څخه په چلندیزو نمونو او بیا په معیاري ارزښتونو بدلوي، اراده په لاسته راوړنه بدلوي او پټې انرژۍ په تمدني پروژو اړوي.
اووهم: د ټولنیزو اړیکو شبکه او د تمدني پانګې رغونه
تمدن د جلا جلا افرادو لخوا نه جوړېږي، بلکې د ټولنیزو اړیکو د هغې پیاوړې شبکې په واسطه جوړېږي چې د ټولنې غړي سره تړي. مالک بن نبي درک کړې وه چې د ټولنې اغېزمنتیا تر ډېره حده د هغې د غړو ترمنځ د شته اړیکو په نوعیت پورې اړه لري.
هرڅومره چې د باور، همکارۍ، پیوستون او ګډ مسؤلیت کچه لوړه شي، د ټولنې د لاسته راوړنو او پرمختګ وړتیا هغومره زیاتېږي. مګر کله چې انفراديت (ځانپالنه)، شخړې او تنګې ګټې واکمنې شي، د ټولنې تمدني انرژي له منځه ځي، که څه هم هر څومره سرچینې ولري.
له همدې امله، عادل (فعال) انسان هغه انسان دی چې پلونه جوړوي نه دا چې هغه ورانوي؛ انرژۍ راټولوي نه دا چې هغې تیت او پرک کړي؛ او په دې باور دی چې د ټولنې ځواک د هغې د ټولنیزو اړیکو له پیاوړتیا څخه سرچینه اخلي.
اتم: دیني فکر؛ د تمدني انرژۍ سرچینه
دیني فکر د مالک بن نبي په پروژه کې هغه عنصر دی چې د تمدن بیلا بیلو عناصرو ته داخلي یووالی او د هغوی تر ټولو لوړه موخه بښي. دا فکر انسان له لوړو ارزښتونو سره تړي، د هغه شتون ته مانا ورکوي او هغه ته دا وړتیا ورکوي چې د تمدني رسالت د خدمت په لور له خپلې شخصي خودخواهۍ (انانیت) څخه تېر شي.
کله چې دیني فکر د چلند، کار او خلاقیت د حرکت په ځواک بدل شي، نو دا د تمدني انرژۍ سرچینه ګرځي چې ټولنه د بېدارۍ او پرمختګ په لور هڅوي. له همدې امله، په تاریخ کې ټول ستر تمدنونه په خپلو پیلونو کې له یو فکري محور سره تړلي وو چې هغوی ته یې معنا او لوری ورکاوه.
نهم: عادل (فعال) انسان او د تمدني اغېزمنتیا ترلاسه کول
تمدني اغېزمنتیا د ټولو پخوانیو رغونکو پروسو وروستۍ مېوه ده. عادل (فعال) انسان هغه انسان دی چې کلتوري لارښوونې د هغه د فکر، ذوق، اخلاقو، کار او ټولنیزو اړیکو په جوړولو کې د یو بشپړ تمدني لیدلوري سره سم بریا ترلاسه کړې وي.
هغه داسې انسان دی چې په سمه توګه فکر کوي، په سالمه توګه احساس کوي، په تولیدي توګه کار کوي او له خپلې ټولنې سره په مثبت ډول تعامل کوي. په دې توګه، هغه په ټولنه کې له یو عادي اوسېدونکي څخه په یو داسې فعال ځواک بدلېږي چې د عمران په جوړولو او د رنسانس په ترلاسه کولو کې ونډه اخلي.
پایله
د تمدني رنسانس د ټولنپوهنې له نظره، یو عمومي قانون یا سنت داسې تشریح کېدای شي:
«د عمران او ابادۍ سمون د انسان له سمون څخه دی، او د تمدن اغیزمنتیا د تمدني شخصیت له موثریت څخه ده.»
هرڅومره چې ټولنه د خام فرد په ټولنیز منلي فرد، او بیا په کلتوري لارښود شوي انسان، او په نهایت کې په عادل او فعال انسان په بدلولو کې بریالۍ شي، د تمدن د تولید او پایښت وړتیا یې هغومره زیاتېږي. او کله چې دا پروسه ودرېږي، تمدني اغېزناکتیا کمزورې کېږي، که څه هم هر څومره سرچینې او امکانات شتون ولري.
له همدې امله، د ریښتیني رنسانس پروژه له انسان وړاندې د شیانو د جوړولو پروژه نه ده، بلکې د هغه انسان د جوړولو پروژه ده چې د شیانو جوړول او د هغوی سم لوري ته بیول په ښه توګه ترسره کولای شي. عادل (فعال) انسان د تمدن تر ټولو ستره پانګه ده، د هر تمدني الوت (پرواز) لومړی شرط دی، او هغه وروستۍ موخه ده چې د ښوونې او روزنې، کلتور او ټولنیز اصلاح بیلا بیلې پروسې ورته متوجه دي. ځکه نو، د عادل (فعال) انسان جوړول د تمدني رنسانس د ټولنپوهنې یو له بنسټیزو سنتو (قوانینو) څخه ګڼل کېدای شي؛ ځکه چې دا هغه پُل دی چې امت د شاته پاتې والي له حالت څخه د تمدن منلو حالت ته ورباندې تېرېږي.