شنبه, اپریل 20, 2024
Home+بېوزله افغانستان، شته اقتصادي فرصتونه او پر لاره پروت ستر خنډ

بېوزله افغانستان، شته اقتصادي فرصتونه او پر لاره پروت ستر خنډ

عبیدالله سهاک
که څوک دا فکر کوي، چې د افغانستان اوسنی غیر رسمي نظام به په همدې سرپرستۍ کې هېواد له اقتصادي او سیاسی حیثه په پښو ودروي؛ نو په بشپړ ډول تېروتنه کوي.
د ځواکمن افغانستان لپاره د حکومت رسمیت پېژندنه خورا مهمه ده.
څه وخت وړاندې د آسیا پراختیایي بانک د ټاپي پروژې د کارونو د یو ځل بیا درولو خبر ځکه ورکړ، چې د دوی په دلیل د افغانستان اوسني نظام ملي او نړۍوال مشروعیت نه درلود. دا خبر له ځان سره د اوسني نظام حاکمانو ته یو ستر پیغام لري.
تر څو چې د طالبانو اوسنی حکومت د نړۍ له خوا په رسمیت ونه پېژندل شي؛ نو د افغانستان لپاره نورې مهمې سیمه ییزې پروژې به هم همداسې له خنډ او ځنډ سره مخ وي.
خبره یوازې تر رسمیت پېژندنې پاتې ده، په سیمه کې تر څو لسیزو وروسته د امنیت د خوندیتوب احساس کېږي، له اوږده ځنډ راهیسې سترې پروژې همداسې یوې ډاډمنې فضا ته په تمه وې.
په سیمه ییزه کچه داسې پروژې شتون لري، چې په تطبیق سره یې هېواد پر خپلو پښو درېدای شي.
دلته په څو هغو پروژو لنډې خبرې کوو، چې د افغانستان لپاره مهمې دي:
۱- ټوټاپ پروژه
د دې پروژې په مرسته به له مرکزي آسیا څخه د افغانستان پر خاوره پاکستان ته انرژي رسول کېږي، د دې پروژې تر تطبیق وروسته په افغانستان کې هم د انرژي خوندیتوب تر یوې اندازې ثابت لوري ته ځي.
۲- د پنځو ملتونو د ریل لارې کریډور
دغه پروژه د چین په نوښت پلې کېږي. له تطبیق وروسته به چین د افغانستان، تاجکستان او قرغزستان له لارې له اېران هېواد سره مستقیم وصل شي.
یاده پروژه ۲۱۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري، یوازې ۱۰۰۰ کیلومتره به د افغانستان په شپږو ولایتونو لکه هرات، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ او قندوز کې تېرېږي.
۳- د لاجوردو لویه لار
دا یوه مهمه سوداګریزه، ټرانزیټي او ترانسپورتي لار ده، چې تر بشپړېدو وروسته به افغانستان له ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان، ترکیې او بلآخره له اروپا سره په مستقیم ډول نښلوي.
د لاجوردو لارې نوم د افغانستان له لاجوردو څخه اخیستل شوی، چې شا او خوا ۲۰۰۰ کاله لرغونی قدامت لري.
۴- یو کمر بند یوه لار/One Belt One Road
د چین هېواد له خوا یوه ستره سیمه ییزه پروژه ده، په دغه پروژه تر ۱۰۰ ملیاردو ډالرو لګښت راځي، له منځنۍ آسیا څخه پر افغانستان تېرېږي او پاکستان ته رسېږي، چې افغانستان ته له اقتصادي او سیاسي حیثه د ډېر ارزښت لرونکې پروژه ده.
۵- دوهمه پروژه د امریکا ملاتړ له ځان سره لري. دغه پروژه د  Silk Road Project/د امریکا د ورېښمو نوې لارې په نوم یادېږي. له ۲۰۱۱میلادی کال راهیسې امریکا غواړي، چې مرکزي آسیا، افغانستان، پاکستان او هند تر منځ سوداګریزو همکاریو ته د همدې پروژې له لارې پراختیا ورکړي.
۶- ټاپي پروژه
دغه پروژه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند هېوادونه په خپل بر کې نیسي. په ۲۰۱۶میلادي کال کې یې چارې پیل شوې، دغه د ګازو نللیکه ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې یوازې ۸۱۶کیلومتره یې د افغانستان په ۵ ولایتونو لکه هرات، فراه، نیمرزو، هلمند او کندهار څخه تېرېږي.
تخمین شوی و، چې ټاپی پروژه به تر ۲۰۱۹میلادي کال پورې بشپړه شي؛ خو د سیاسي او امنیتي ستونزو له امله ځنډېدلې وه، په وروستیو کې چې کله طالبان واک ته ورسیدل؛ نو هیلې وې، چې د یادې پروژې کارونه به ډېر ژر پیل شي، طالبانو د ځانګړو امنیتي تدابیرو تیاری هم وښود؛ خو د آسیایي بانک له لوري د دغې پروژې چارې ځکه یو ځل بیا وځنډول شوې، چې په دلیل یې د طالبانو حکومت ملي او نړۍوال مشروعیت نه لري.
۷- د افغانستان او تاجکستان د ګازو نللیکه
د ګازو دغه نللیکه ۲۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۹۲ کیلومتره یې په افغانستان کې تېرېږي.
دا پروژه له پورته ټولو ذکر شويو پروژو سره اساسي توپیر لري، په دې مانا، چې د دې پروژې تر تطییق وروسته به افغانستان له آمو دریا حوزې څخه تاجکستان ته ګاز صادروي.
همدارنګه:
د افغانستان د ریل شبکه
د چابهار بندر
د افغانستان ـ ترکمنستان او تاجکستان د ریل لار
د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز… دا او دېته ورته ډېرې داسې نورې سیمه ییزې پروژې د یوه اغېزمن فعالیت په موخه رسمي او قانوني دولت ته په تمه دي.
د نن ورځې نړۍوال سیاست کې د یوه هېواد رسمیت پېژندنه حیاتي ارزښت لري. په ځانګړي توګه کوم هېواد، چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې غړیتوب ونه لري؛ نو د نن ورځې د سیاسي علومو په بنسټ ورته د ((حکومت)) کلیمه ذکر کول به منطقي نه وي؟!

1 COMMENT

  1. داستعمارګرانو په خوښی پسی دا سل کاله وځغاستل خو اخیر دملیونو خلکو ژوند تلف سو او افغانستان بیا هم هسی په ځای باندی پاته، خوار او بیران دی.
    استعمار هیڅوخت هم اسلامی حکومت نسی منلای. دا باید دیو مسلمان او آزاد فکره کس په هډو کی ښه ننوتلی وی. نن سبا به یا آزادی وی او یا به استعمار ته تسلیمی وی. شل کلنی دوری وښوده چی تسلیمی هم فایده نلری.
    اوس دنوی نظم وخت دی. استعمار وارخطا دی. نوی قوتونه ورځ په ورځ داستعمار په مقابل کی دتیاری او مقابلی جوګه کیږی.
    افغانستان باید دآزادی نه وروسته قهقرایی تګ ته مجبور نسی. هغه افغانان چی داستعمار دقانونو او اجماع ته افغانستان ټیل وهی هغوی باید سترګی لوڅی کړی.
    افغانستان باید دنورو ومټو ته نور منتظر نسی. خپلی مټی لوڅی کړی او دانتقادو او تسلیمیدو پرځای دځان بساینی نظرونه ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب