جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهملا حماد: کابل کې ۴۰۰ نایټ کلپونه فعال وو

ملا حماد: کابل کې ۴۰۰ نایټ کلپونه فعال وو

تاند:(شنبه، د حوت ۲۸ مه) ‏د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو مقام مولوي عبدالحق حماد ادعا کوي چې د طالبانو له بيا واکمنیدو مخکې يوازې د کابل ښار په مهمو برخو کې تر ۴۰۰ پورې نايټ کلبونه فعال وو

د‌ مولوي حماد په وينا، په دې کلپونو کې فحشا او بد اخلاقي ترسره کیده.

د طالبانو دغه مشهور رسنيز مدافع په يوه ټلويزيوني مرکه کې ، د خپلې ادعا کوم سند وړاندې نه کړ.

عبدالحق حماد د موسيقۍ د حرام والي په اړه حکم ونه کړ، خو ويې ويل چې په رسنيو کې د موسيقۍ او بهرنيو سريالونو د خپريدو منع ګرځول د طالبانو د شل کلنې جګړې يو له اصلي هدفونو څخه و.

هغه افغان سندرغاړو ته په خطاب کې وویل، چې خپله روزي په يوه حلاله بڼه پيدا او د موسيقۍ له ګټې نور تیر شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي رييس د رسنيو د سانسور ملاتړ وکړ او دا يې په دې شرايطو کې د خپلې واکمنۍ اړتيا وبلله.

طالبانو پر کابل له بيا واکمنیدو مخکې د کليساګانو، فاحشه خانو او بی دينۍ د ګنو مرکزونو د موجوديت ادعاوې لرلی، خو له واک ته رسېدو وروسته بې د دغو ادعاوو د ثابتولو کوم سند نه دی وړاندې کړی.

1 COMMENT

  1. خبیثه جاهله ملا ! هنرمند غریب له بلې لارې څنګه روزي پيدا کړي؟ تا خو په خلکو روزي ودروله رذيله ځانته د روزي پيدا کړه ميم زرما ټول د ملا ! اللهﷻ مو خوار او ذليله د د ابليس پيروانو ?

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب