چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهپاسپورټ ته نوم لیکنه بیرته په انلاين بڼه شوه

پاسپورټ ته نوم لیکنه بیرته په انلاين بڼه شوه

تاند:(شنبه، د حوت ۲۸ مه) ‏د افغانستان د پاسپورټ ریاست ویلي چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره به مراجعين بيرته د پخوا په شان په انلاين بڼه نوم لیکنه کوي.

د‌ پاسپورټ ریاست په یوه اعلامیه کې راغلي، چې دغه چاره له نن شنبې څخه بیرته پیلیږي.

ويل شوي چې له پرېکړې سره سم به په ټول افغانستان کې يانې د کابل په ګډون په ټولو ولايتونو کې به خلک د انلاين نوم لیکنې له لارې د پاسپورټ د ترلاسه کولو غوښتنه کوي.

پاسپورټ ریاست وايي چې په کابل کې د درې زره او په ولایتونو کې د زرو پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره د انلاين نوم لیکنې چانس موجود دی.

پاسپورټ ریاست له څو ورځو راهيسې د پاسپورټ لپاره د غوښتنلیکونو منل او نورې ټولې اړوندې چارې په ټپه درولې وې.

د دې کار دليل په پاسپورټ ریاست کې د پراخ فساد ادعاوې ګڼل کیدې.

تېره اونۍ د طالبانو له لوري د پاسپورټ ریاست د رييس په توګه د مخکيني ټاکل شوي رييس مولوي عالم ګل حقاني د ورور مولوي عبدالحق حقاني یو شمېر ویډیو ګانې رسنيزې شوې چې نوموړي ته یو شمېر نجونې د ګډا په حال کې ښکاري.

په دې اړه خپرو شويو ویډیوګانو کې طالب جنګيالي وايي چې مولوي حقاني یې له شرابو، نجونو او په ۸۰۰ ډالرو له جوړيدونکو پاسپورټونو سره نیولی.

د طالبانو چارواکو په رسمي ډول د نوموړي د قضيې په اړه جزییات نه دي ورکړي.

طالبانو له دې قضیې وروسته د پاسپورټ ریاست لپاره نوی رییس وټاکه او هغه په موقت ډول د پاسپورټ د وېش چارې ودرولې.

له دې سره د کابل ښار يو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، تاند ته وويل چې لا هم د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره يو حکم په درې سوه امريکايي ډالرو ورکول کېږي او هغه له طالب کميشن کارانو سره په دې اړه مالي معامله کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب