تاند:(شنبه، د حوت ۲۸ مه) د بشري حقونو د څار سازمان وايي، چې د روان ميلادي کال له پيله تراوسه پورې ۱۳ زره افغان ماشومان د خوارځواکۍ او لوږې له امله مړه شوي دي.
د دغه سازمان د موندنو له مخې هره ورځ په منځني ډول تر ۱۷۰ پورې افغان ماشومان د د خوارځواکۍ او لوږې له امله بې برخې شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان څو ورځې مخکې وويل چې په افغانستان کې د لوږې ځپلو شمېر ۲۳ ميليون کسانو ته رسیدلی دی.
ياد سازمان د ۲۰۲۱ په جولای کې د افغانستان د لوږې ځپلو شمېر ۱۴ میلیون تنه ښودلې و.
د بشري حقونو د څار سازمان دا هم ويلي، چې له افغانستان سره د دغه وضعيت د مقابلې لپاره مرستې ضرور دي، خو نړیوال باید ډاډمن شي، چې مرستې یې د ترهګریزو فعالیتونو په تمویل نه مصرفیږي او نېغ په نېغه خلکو ته رسيږي.
طالبانو د لوږې او تلفاتو د یادو ارقامو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
مخکې دوی داسې ارقام له مبالغې ډک او بې بنسټه ګڼلي وو.
دا به د متمدنی او غربی نړۍ پر تندی د ننګ او شرم تور داغ وی چی خپل ماشومان او لویان ئې د اضافی وزن له لاسه کړیږی خو د افغان بچی له لوږی کړیږی او مړه کیږی.