Homeخبرونهروسېې په افغانستان کې د يوناما د ماموريت په اړه توند غبرګون...

روسېې په افغانستان کې د يوناما د ماموريت په اړه توند غبرګون وښود

تاند:(شنبه، د حوت ۲۸ مه) ‏د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د دفتر «يوناما» د ماموريت د يو کلن تمديد په اړه توند غبرګون ښودلی.

کابلوف ويلي چې د دغه ماموريت د تمديد او څرنګوالي په اړه په افغانستان کې له واکمنو طالب چارواکو سره خبرې نه دي شوي.

کابلوف دا هم ويلي چې د يوناما د ماموريت د تمديد په اړه په خپور شوي پريکړه ليک کې د طالبانو د واکمنۍ کومه يادونه نه ده شوې.

د روسیې د ولسمشر استازي دا هم ويلي چې لویدیځو هېوادونو سره له دې چې د پريکړه ليک د تصویب ملاتړ کړی خو د طالبانو د حکومت د نه رسميت پېژندلو یادونه یې کړې او دا په دې مانا ده چې لويدیځ هېوادونه نه غواړي د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.

ضمير کابلوف زياتوي، د يوناما د ماموريت په اړه له طالبانو سره د سلا مشورې نشتوالی ممکن دغه ماموريت بې اغېزې کړي.

د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په افغانستان کې د يوناما د ماموريت د يو کلن تمديد هرکلی کړی او له نړۍ سره یې د اړیکو په زیاتیدو هیله مندي ښودلې ده.

له روسیې څخه مخکې پاکستان هم په افغانستان کې د يوناما د ماموريت په اړه ورته پارونکې خبرې کړې وې.

يوناما په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ويل شوي چې روسیې په ملګرو ملتونو کې د يوناما د ماموريت د تمديد په اړه سپینه رایه کارولې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...