سه شنبه, مې 7, 2024
Home+د نړۍ ستر پوځي ځواکونه| دولت وزیري

د نړۍ ستر پوځي ځواکونه| دولت وزیري

جګړه دې ورکه شي، رنګ دې یې ورک شي. که چېرې انسانانو د هغو وسایلو او وسلو پر ځای چې د خپلو ځانونو د وژلو لپاره يې جوړوي او جګړه ورباندې کوي، د خپلو ځانونو د سوکالۍ او ښه ژوند لپاره وسایل جوړ کړي وای، اوس به په نړۍ کې نه وږي پاتې وو او نه کوم بېوزلی.

د يوې امريکايي فانتون اف ۳۵ الوتکې قیمت ۱۲۲ ملیونه ډالره دی. که چېرې د یوه ډالر ارزښت ۹۰ افغانۍ وي او یو من غنم  د ۲۰۰ افغانیو معادل وي، په دې پیسو ۳۸۴۳۰۰ ټنه غنم رانیولی شو.

په وروستیو پنځو کلونو کې د امریکا کمپنیو ته د ۲۰۰۰ پوځي الوتکو چې ټول قیمت يې ۳۲۳ ملیارده ډالرو سره برابر دی د جوړولو فرمایش ورکړل شوی و.

په ۲۰۱۸ م کال په نړۍ کې د وسلو تجارت ۴۲۰ ملیارده ډالره و، چې له دې څخه ۵۹ سلنه چې ۲۴۷ ملیارده ډالره کېدل یوازې د امریکا د وسلو صادرات وو.

په نړیواله سطحه د امریکا د وسلو صادرات ۳۴ سلنه، د روسيې ۲۲ سلنه، د فرانسې ۹ سلنه، د جرمني ۸ سلنه، د بريتانيا ۶ سلنه، د اسپانیا ۵ سلنه، د اسرائیلو ۴ سلنه، د ایټالیا ۳ سلنه، د هالنډ ۲ سلنه، د ایران ۲ سلنه او نور ۵ سلنه د نورو هیوادونو لخوا صادرېږي. د صادراتو ټول قیمت يې ۵۳۱ میلیارده ډالره دی.

په دې وروستیو کلونو کې د نړۍ د وسلو ستر صادروونکي هېوادونه په ترتیب امریکا، روسیه، فرانسه، جرمني او چین وو، چې د ټولې نړۍ ۷۵ سلنه وسله يې صادره کړې ده.

له دې سره د نړۍ ستر د وسلو اخیستونکي هیوادونه په ترتیب سعودي عربستان، مصر، الجزایر، قطر او د  متحده عربي امارات وو.

د امریکا د متحده ایالتونو کلنۍ بودجه نږدې ۷۰۰ ملیارده ډالره ده. د جمهوریت په کلونو کې زموږ د هېواد ټوله کلنۍ بودجه نږدې ۷ ملیارده ډالره وه. که چېرې ۷۰۰ په ۷ ووېشو، له ۱۰۰ سره مساوي کېږي. مانا دا چې د امریکا د یوه کال پوځي بودجه زموږ د هېواد لپاره سل کاله بسنه کوي. نو ځکه وایم چې جګړه دې ورکه شي، نوم دې  یې ورک شي.

له بله پلوه که چېرې اتومي وسلې په نظر کې ونیسو، د ټولې نړۍ د ویجاړولو لپاره څو ځلې کافي اټومي وسلې دا اوس مهال شته. په ۱۹۴۵ م کال د امریکا له خوا د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي دوه اټومي بریدونه وشول، له امله ۱۴۶ زره تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ، نو دا په دې مانا چې د ټول بشر د له منځه وړلو لپاره په خپله انسانانو کافي وسلې جوړې کړې دي.

په نړۍ کې ستر پوځي ځواکونه د بشري ځواک، وسلو، بودجې او محاربوي وړتیاوو له مخې په دې ډول ډلبندي شوي دي:

۱- د امریکا متحده ایالتونه

د امریکا متحده ایالات د پنځوسو ایالتونو، د نهه اعشاريه اته ملیونه کیلو مترمربع مساحت او د ۳۳۱ ملیون وګړو څخه په زیات شمېر په درلودلو سره د نړۍ د ډېرو سترو هیوادونو په ډله کې شمېرل کېږي.

په نړۍ کې د وسله والو ځواکونو د وسلو، بودجې او وړتیا له پلوه لومړی مقام لري. ځواکونه يې د هوايي ځواک، سمندري ځواک، سمندري وسله وال ځواک، فضايي ځواک او ساحلي ګارډ څخه عبارت دي.

د امریکا د ځواکونو تاریخ له بریتانیا څخه د خپلواکۍ د اخیستلو له نیټې« ۱۷۷۵ م کال» څخه پیلېږي.

د دوی مهمې جګړې د خپلواکۍ جګړې، دویمه نړیواله جګړه، د ویتنام او کوریا جګړې، د عراق او افغانستان جګړې دي.

– د پوځ فعاله او احتیاط شمېر –  ۲۱۴۱۹۰۰ تنه

– پوځي الوتکې ۱۳۳۹۸ وزري

– پوځي کښتۍ۵۱۴

– الوتکې وړونکې کښتۍ ۲۵

– فعال پوځي ځواک ۱۴۷۷۸۹۶ تنه

– ټول ټانکونه ۸۸۴۸ زنځیره

– اوبتلونه «زیر دریایی یا شناور» ۲۹۰

– د اردو لپاره کلنۍ بودجه ۱ ، ۷ ملیارده ډالره

– اټومي یا هستوي سرګلولې ۸۰۰۰

– د فیر لپاره چمتو اتومي وسلې ۱۹۰۰

۲ – د روسيې فدراتیف جمهوریت

روسیه د ۱۷۰۹۸۲۴۶کیلو مترمربع مساحت او ۹ , ۱۴۵ ملیون اوسېدونکو په لرلو سره د نړۍ د سترو هیوادونو په ډله کې ده.

د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته «۲۵ ډسمبر ۱۹۹۱ م کال»  د جمهور رئیس یلتسن له خوا د روسيې د وسله والو ځواکونو جوړول پیل شول.

– ټول پوځي ځواک « فعال او احتیاط» ۳۵۸۶۱۲۸ تنه

پوځي الوتکې ۴۴۹۸ وزرې

ـ چورلکې ۴۰۷ څرخه

پوځي کښتۍ ۲۵۳

بودجه ۸۴٫۵ ملیارد ډالر

فعال ځواک نږدې ۹۰۰۰۰۰ تنه

ټانکونه  ۱۵۳۹۸ زنځیره

اوبتلونه « شناور» ۳۲۵

– اټومي یا هستوي سرګلولې ۸۵۰۰

– د فیر لپاره چمتو اتومي وسلې ۱۷۵۰

– قاره پیما بالسټیک راکټونه ۱۱۸۵

– بالسټیک تر اوبو لاندې راکټونه ۸۰۰

۳ – د چین د خلکو جمهوریت

د چین هیواد وسله وال ځواکونه له څلورو برخو ځمکني، هوايي، سمندري او د توپچي حمایوي ځواک څخه جوړ شوي دي.

– فعال ځواک ټول ۲۳۳۵۰۰۰ تنه

– ټانکونه ۹۱۵۰ زنځیره

– الوتکې ۵۰۴۸ وزرې

– اوبتلونه یا شناور ۷۱۴

– اټومي وسلې ۲۷۰

– کلنۍ پوځي بودیجه ۲۱۶ ملیارده ډالره

۴- د هند جمهوریت یا بهاراتا

– کلنۍ پوځي بودجه ۵۰ ملیارده ډالره

– فعال ځواکونه ۱۳۲۵۰۰۰ تنه

– ټانکونه ۶۴۶۴ زنځیره

– الوتکې ۲۰۸۶ وزرې

– اټومي وسلې ۱۳۰

۵ – جاپان

تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د جاپان پر هېواد د وسله والو ځواکونو جوړولو بندیز لګېدلی و، خو بیا هم دغه هېواد غښتلی وسله وال پوځ لري.

– کلنۍ پوځي بودیجه  ۶ ،۴۱ ملیارده ډالره

– فعال پوځي ځواک ۲۵۰۰۰۰ تنه

– ټانکونه ۶۷۸

– الوتکې ۱۶۱۳ وزرې

– اوبتلونه یا شناور ۱۳۱

۶ – جنوبي کوریا

– کلنۍ پوځي بودجه ۳۹ ملیارده ډالره

– فعال پوځي ځواک ۵۹۹۰۰۰ تنه

– ټانکونه ۵۸۰ زنځیره

– الوتکې ۷۸۵ وزرې

ـ اوبتلونه یا شناور ۱۷۹

۷ – فرانسه

– کلنۍ پوځي بودجه ۳ ,۶۲ ملیارده ډالره

– فعال پوځي ځواک ۲۰۵۰۰۰ تنه

– ټانکونه ۴۲۳ زنځیره

– الوتکې ۱۲۸۲ وزرې

– اوبتلونه یا شناور ۱۱۸

– اټومي وسلې ۳۰۰

۸ – لویه بریتانیا

– کلنۍ پوځي بودجه  ۵ ۶۰٫ ملیارده ډالره

– فعال ځواک ۱۴۶۹۸۰ تنه

– ټانکونه ۷۰۴ زنځیره

– الوتکې ۸۷۹ وزرې

– اوبتلونه ۷۶

– اټومي وسلې ۲۱۵

۹ – برازیل

– کلنۍ پوځي بودجه ۲۵ ملیارده ډالره

– فعال پوځي ځواک ۱۹۵۰۰۰۰ تنه

– ټانکونه ۴۹۰ زنځیره

– الوتکې ۷۱۰ وزرې

– بحري ځواک  ۱۱۰

۱۰ –  پاکستاني

– اټومي وسلې ۱۴۰

۱۱ – ترکیه

– کلنۍ پوځي بودجه. ۲, ۱۸ ملیارده ډالره

– فعال پوځي ځواک ۴۲۵۵۰۰ تنه

– ۳۷۷۸ زنځیره

– الوتکې ۱۰۰۷ وزرې

– اوبتلونه یا شناور ۱۹۴

۱۲ – ایټالیا

– کلنۍ پوځي بودجه ۳۴ ملیارده ډالره

– پوځي فعال ځواک ۳۲۰۰۰۰ تنه

– ټانکونه ۵۸۶ زنځیره

– الوتکې ۷۸۵ وزرې

– سمندري ځواک ۱۷۹

۱۳ – مصر

– کلنۍ پوځي بودجه ۳۴ ملیارده ډالره

– فعال پوځي ځواک ۴۸۰۰۰۰ تنه

– ټانکونه ۴۶۲۴ زنځیره

– الوتکې ۵۷۹ وزرې

– سمندري ځواک ۱۷۹

۱۴ – ایران

– کلنۍ پوځي بودجه ۷ ملیارده ډالره

– فعال پوځي ځواک ۹۵۰۰۰۰ تنه

– ټانکونه ۱۸۰۰ زنځیره

– الوتکې ۵۲۰ وزرې

– سمندري ځواک ۳۹۸

۱۵ – المان/ جرمني

المان د اقتصاد له پلوه د نړۍ ستر بډای هېواد دی.

خو د ځینو عواملو له امله ډېر غښتلی پوځ نه لري.

– کلنۍ پوځي بودیجه ۲ ,۴۰ ملیارده ډالره

– فعال پوځي ځواک ۱۸۰۰۰۰ تنه

– ټانکونه ۴۰۸ زنځیره

– الوتکې ۶۷۶ وزرې

– اوبتلونه  ۸۱

۱۶ – اندونیزیا

– کلنۍ پوځي بودجه ۷ ملیارده ډالره

– فعال پوځي ځواک ۹۸۰۰۰۰ تنه

– ټانکونه ۴۶۰ زنځیره

– الوتکې ۴۴۵ وزرې

– بحري ځواک ۲۲۱

له دې وروسته په ترتیب د وسله والو ځواکونو له پلوه نور هېوادونه په دې توګه ډلبندې شوي دي:

 ۱۷ – اسرايیل، ۱۸ – شمالي کوریا، ۱۹ – اسټرالیا، ۲۰ – اسپانیا، ۲۱ – کاناډا، ۲۲ – تایوان، ۲۳ – ویتنام، ۲۴ – پولنډ، ۲۵ – سعودي عربستان، ۲۶ – تایلند, ۲۷ – الجزایر, ۲۸ – یونان , ۲۹ – اوکراین, ۳۰ – چک, ۳۱ – سویډن, ۳۲ – جنوبي افریقا, ۳۳ – سویس, ۳۴ – مکسیکو, ۳۵ – هالنډ, ۳۶ – ناروې, ۳۷ – میانمار, ۳۸ – کولمبیا, ۳۹ – رومانیا, ۴۰ – پیرو .

سرچینې:

معلوماتونه د مختلفو نړیوالو اژانسونو څخه اخیستل شوي دي.

1 COMMENT

  1. وزیری صیب اوس خو دخبرې ښې دي خو کله چې په تیر حکومت کې ددفاع دوزارت ویاند وي نو سخت درواغ به دې وېیل ! او مونږ به درته حیران وو ! ښه شوه چې اوس په لاره برابر شوې !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب