شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د خراسان په نوم تاریخي جعل

د خراسان په نوم تاریخي جعل

لیکوال: عبدالکبیر “حساس”
د عباسیانو د خلافت په دوره کې چې د دوی قلمرو د افغانستان او ترکمنستان تر لوېدیځو سیمو پورې را رسېدلی و، دوی به د خپلې امپراتورۍ ختیځو سیمو(د هرات او بادغیس یوې څنډې، نیشاپور، مشهد او مرو ولایتونو) ته د خراسان کلیمه کاروله، چې خر یا خور “لمر” ته وایي او اسان “ځای” ته وایي یعنې د لمر ختلو ځای یا ختیځ. مونږ اوس هم په افغانستان کې ختیځو ولایتونو(ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان) ته د مشرقي کلیمه کاروو، خو دا نه شو ویلی چې مشرقي د یادو ولایتونو نوم دی او یا مشرقي له تاریخي اړخه کوم هېواد پاتې شوی دی، نو بیا څنګه ویلی شو چې د عباسي خلافت ختیځ ولایتونه د خراسان په نوم هېواد پورې اړوند دي؟
د افغان جغرافیې دښمنان او فکري غلامان کوښښ کوي چې د خراسان په نوم جعلي سیمه د تاریخ برخه وګرځوي، که داسې د ختيځ، لوېدیځ، شمال او سویل له کلیمو څخه هېوادونه جوړېدلای؛ نو اوس به په نړۍ کې په دغه نوم لسګونو هېوادونو شتون درلود.
جالبه لا دا ده چې له تاریخ څخه ناخبره جعل کاران د افغانستان هغه سیمې هم خراسان بولي چې د عباسیانو په خلافت پورې هېڅ اړوند نه وې، لکه:
بلخ، تخار، کندز، بغلان د تخارستان سیمې وې، کابلستان، پروان، کاپیسا او پنجشېر تر پېښوره د بابریایو د مغولي امپراتورۍ اړوند سیمې وې، له زابل، تر کندهار، هلمند، سیستان، فراه او نیم هرات پورې د صفوي دولت تر کنټرول لاندې سیمې وې، چې پورته امپراتوریو ان د صفویانو امپراتورۍ هم د خراسان په نوم کومه سیمه او هېواد نه درلود.
د تاریخ په اوږدو کې نه ده ثابته شوې چې د خراسان په نوم کوم پاچا تېر شوی وي او یا کوم حکومتي جوړښت شتون ولري.
د یادونې وړ ده چې ځینې ناخبره او نفاق اچوونکي کسان د خراسان د پاچاهانو په توګه کله د سلطان محمود غزنوي نوم اخلي، کله د یما پاچا نوم، خو حقیقت دا دی چې یما پاچا په اریانا پورې اړوند دی او د سلطان محمود غزنوي دوره د غزنویانو د دورې په نوم یاده شوې؛ نه د خراسان په نوم. که تاریخ ته ځیر شو نو په تېرو وختونو کې د قامونو په نوم هېوادونو شتون نه درلود بلکې د پاچاهانو په نوم به حکومتونه جوړېدل، لکه: د امویانو، عباسیانو، عثمانیانو،  ، غوریانو، صفویانو، غزنویانو او داسې د ګڼو نورو لویو او کوچنیو امپراتوریو او حکومتونو نومونه اخیستلای شو. که چېرته د غزنویانو هېواد د خراسان په نوم وي، نو د غوریانو، صفویانو، امویانو، عباسیانو او عثمانیانو د هېوادونو نومونه څه شی دي؟ څرګنده خبره ده چې خراسان یو تاریخي جعل دی او د ختیځ مانا لرونکې د خراسان کلیمه چې د اوسني افغانستان د ټولې خاورې دوه سلنه ٢%  هم نه ده پکې شامله، څنګه زمونږ د ټول هېواد نوم کېدلای شي؟
او که چېرته د خراسان دروغجن غوښتونکي رښتیا هم خراسان جوړول غواړي نو آیا کولای شي چې د اوسني ترکمستان او ایران هغه سیمې ونیسي چې د عباسیانو د خلافت له خوا ورته د خراسان(ختیځ) کلیمه کارېدله؟
د افغانستان تجزیه غوښتونکې کړۍ چې د خراسان له جعلي کلیمې څخه د منفورو تبلیغاتو لپاره ناوړه ګټه اخلي، دوی د دغه هېواد په شمال او مرکزي سیمو کې د پښتون قام له شتون او پراخوالي څخه ناخبره دي، دا شتون د اروښاد وزیر محمدګل خان مومند د هڅو او زیار نښه ده چې د افغانستان د تجزیې پر وړاندې یې پولادي دیوال جوړ کړی، اروا یې ښاده او فردوس جنت یې په برخه شه.

1 COMMENT

  1. محمد ګل خان خو زما زړه او زما روح دی روح یې شاد ، یوه لورګۍ ترې پاتې ته خبر نیم چې دا به اوس مړه وي که ژوندۍ !! ستمیان تاجکبازان ځانته تاریخ جوړوي ،‌هغوی د عربو او تر کي قامونو د کوزدو او ودونو په اساس منځته راغلي کله چې نوی به مسلمان شه هغه ته به یې تازه او بیا تازیک وېلې چې وروسته بیا تاجک شول ! دروسانو له اشاغال څخه وروسته او موازی د بخارا ، سمرقند ډیر تا جکان افغانستان ته راغلل او میشته شول ! دوی عقده يې نمکحرامه انسانان دی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب