سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهپه بېلابېلو پېښو کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان...

په بېلابېلو پېښو کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي

تاند:(شنبه، د حوت ۲۸ مه) د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې په بېلابېلو پېښو کې د ۱۳ تنو د وژل کيدو او ۲۰ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.

په يوه راپور کې له ‏لغمان ولايت څخه ويل شوي چې د مهترلام ښار په ډول آباد سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې په سر شخړه کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او د بلې کورنۍ یو کس ټپي شوی دی.

د طالبانو امنیه قومندانۍ د پېښې په تړاو د ۳ تنو د نیولو خبر ورکړی.

په زابل کې بیا خبري سرچینې وايي، چې داعش ډلې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې پوستې په برید کې درې طالبان وژلي او یو بل يې ټپی کړی دی.

په کندهار کې بيا د جلا پېښو په ترڅ کې یوه ښځه او يو سړی په مرموز ډول وژل شوي.

د وژل شويو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.

د کندهار په ګاونډ هلمند ولايت کې يو بار وړونکی موټر پر يوه سړي ورختلی، چې دغه کس یې وژلی دی.

په بل سويلي ولايت ارزګان کې د يوې کورنۍ شخړې له امله د ۲ تنو د وژل کيدو خبر ورکړل شوی.

د نښتې دليل د ځمکې پر سر شخړه ګڼل شوې ده.

له کندهار څخه د يوې زړې سرګلولې په چاودنه کې د درېیو ماشومانو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی.

د افغانستان له شمالي ولايت کندوز څخه د دوو ترافيکي پېښو له امله د ۲ تنو د وژل کيدو او ۱۵ نورو د ټپي کیدو راپور تر لاسه شوی.

ويل شوي، چې دا پېښې په امام صاحب او علي اباد په ولسواليو کې شوي دي.

طالبانو د دغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

په وروستیو کې په افغانستان کې د رسنیو فعالیت تر ډېره کمزوری شوی، ځینې د فشار له کبله او ځینې په خپله ځانونه سانسوروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب