Home+په پکتيا کې د څانګې غورځولو سيالۍ پيل شوې

په پکتيا کې د څانګې غورځولو سيالۍ پيل شوې

تاند:(شنبه، د حوت ۲۸ مه) په پکتیا کې د ازادۍ کپ په نوم د څانګې غورځولو یا نیزې وهلو سیالیو لومړی پړاو پیل شو.

د پکتيا ځايي چارواکو ويلي چې په دې سیالیو کې د لوګر، خوست، غزني، پکتيا، پکتيکا، زابل او ميدان وردګ ولايتونو ورزشکارانو ګډون کړی دی.

‏د سیالیو تنظيمونکي وايي، د دې سياليو څخه موخه د ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ د پيوستون او له يو بل سره د دودونو تبادله ده.

بل لور ته: د دې لوبې په څنډه کې د طالبانو د بدني روزنې او ورزش د عمومي رييس انجنير نظرمحمد مطمئن له خوا د دې لوبو ميدان پرانيستل شو.

د یادولو وړ ده چې دا سیالۍ د ۲۸۰ لوبغاړو په ګډون پیل شوي، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...