یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهملا هیبت الله د ملي بيرغ د ورکولو لپاره ځانګړي اوامر ورکړي

ملا هیبت الله د ملي بيرغ د ورکولو لپاره ځانګړي اوامر ورکړي

تاند:(شنبه، د حوت ۲۸ مه) ‏د طالبانو د لوی مشر ملا هیبة الله اخندزاده د امر پر اساس له دې وروسته هیڅ طالب چارواکی حق نه لري، د افغانستان له درې رنګه ملي بیرغ سره په رسمي او غیر رسمي مجلس کي څرګند شي.

د دې امر پر اساس په ټولو دولتي بنسټونو او بهرنیو سفارتونو کي سپین بیرغ ځړول کیږي.

ملا هیبت الله اخوند په يوه بل امر کی د افغانستان د ملي ټلويزيون د ټولنيزو رسنيو له لوګو ګانو څخه هم د ملي بیرغ د رنګونو د پاکولو امر کړی.

د ملاهبت الله د موجودیت یا مرګ او ژوند په اړه ګڼ خلک شک لري. نوموړی، چې د بلوچستان ایالت د یوې وروسته پاتې کلیوالي سیمې د جومات امام و، د طالبانو د پخواني مشر ملامنصور له وژل کېدو وروسته په کوټه کې د طالبانو مشر وتاکل شو. له هغه وروسته چا د هبت الله د لیدو په اړه څه نه دي ویلي خو طالبان کله ناکله ادعا کوي چې هبت الله اخوندزاده د کندهار په یوه نیمه مدرسه کې ناببره څرګندېږي.

د ملي بیرغ په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ملا هیبت الله اخوند ته منسوب دوه حکمونه خپاره شوي، چې طالبانو تاييد يا رد کړي نه دي.

له دې سره، په هم مهاله ډول د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د ملي ټلويزيون د ټولنيزو رسنيو لوګو ګانې، چې د ملي بیرغ رنګونه پکې وو، بدل شوي دي.

سلګونه افغان فعالانو د دې کار په غبرګون کې د ملي ټلويزيون له ټولنیزو رسنیو سره د مقاطعې کمپاين پېل کړی، چې په لږ وخت کې ډېر بدرګه شوی او د ملي ټلويزيون د ټولنيزو رسنيو تعقيبوونکي ورسره ډېر کم شوي دي.

د افغانستان له ملي بیرغ سره هغه مهال حساسیتونه ډېر شول چې دا بیرغ د کوزې پښتونخوا ملتپالو ډلو د پوځ د نارواوو پر ضد په خپلو مظاهرو کې ورپاوه.

15 COMMENTS

  1. دا در واغلى دي ، ملي بیرغ په عنعناتو او داولس په خوښه پورې مربوط وي ، طالبان د خپل بیرغ د اسلامي حرکت بیرغ و بولي او ملي بیرغ تاریخي او ملي دی چې درې رنګه لري! دا خبره ملا نده کړې بلکې له خېټې را ختلې ده !!

  2. افغانیستان کی اصلا ملت وجود نه لری نو ملي بیرغ به له کومه شی؟؟ دلته بیرغونه ملي نه ګوندی دي ګوندي هم نه فردي دي، دلته هر دله دووس بیرغ بدل کړی له داود ځناوره نیولی تر خره کی پره کي امین کارمل و بل ټرټ ولغت … سقاوی غله ځکه نه یادوم چی افغانستان سره رابطه نه لري
    او هیبتو لا خو د آی ایس آی یو تخیلي ځناور دی او دده په نوم هره رمباړه د هماغه ریاست ریختاړه ده هههه

  3. د ملاځناور کار نه ده هغه مخکي مردار سوی د پنجاب امر ده طالب د پنجاب غلام ده او له غلامي ځان په دې نسي خلاصولای سي اورتې او اولادونه يې ورنه يرغمل کړي.له ملا د هيواد د ابادۍ ازادۍ طمع لرل دا ارمان ګور ته وړل دي.

  4. دیو هیواد سل کلن ملی بیرغ له منځه وړل هغه هم د هغه چا په امر چی تر اوسه یی نه چا شکل او قواره لیدلی نه یی ویدو، نه یی نوی انځور او حتی نی چا پدی اوو میاشتو کی یو دستخط یا امضا، ليدلی دا په کوم قانون ، اوکتاب کی دی، د یو هیواد داسی مهمه موضوع باندی یویا حتی څو نفره نشي پریکړه وکړی دا د خلکو د یو منتخب شورا د استازو هغه هم په قاطع اکثریت دنده ده چی د یو هیواد نوم، او بیرغ ته تغیر ورکړي ، تر اوسه که د ډیرو خلکودا شک و چی هیبت الله اخوند کلونه مخکی جهنم ته تلی زموږ د هیواد په باره کی ټولی پریکړی ای اس ای کوی ، مګر اوس دی خبری کی هیڅ شک او شبهه نده پاتی ، پنجابی استعمار د دی لپاره چی افغانان تیرباسي ټولې پریکړی د ای اس ای مرکز یعنی لاهور کی نیول کیږي او د دی لپاره چی د پریکړو منبع چاته څرګند نشي د قندهار له لاری اوهلته هم د یو نامعلوم او مجازی سړی ( ملا هیبت الله ) په نوم کابل ته استوی ، تر څو د پریکړی ځای ( لآهور ) اود پریکړي افراد ( د ای اس ای افسران ) افغانانو او نړۍ ته څرګند نشي ، که ای اس ای خپل دستورات سیده له لاهوره کابل کی اسلامی امارت چارواکو ته استول دا کار به ډیر ژر څرګندیده چی د اسلامی امارت اصلی تصمیم نیونکي پاکستان کی دي. شرم دی وي هغو ته چی د هېواد د خپلواکۍ په پلمه یی زموږ د هیواد سلهاو زره ځوانان ووژل او هیواد یی په کنډواله بدل کړ مګر اوس خپله د غلام غلامان دي .
    ورکه دی شي وینځه چې د وېنځې کالي وينځي

  5. استاد محمد اسماعیل یون لیکلي ډېر ښه یې لیکلي.

    د ترخو تجربو تریخ تکرار

    کله چې د یو نظام تر ړنګونې وروسته بل نظام قایم شي ، پښې یې لا ټینکې شوې نه وي چې پر داسې تېروتنو پیل وکړي چې تېرې له خلکو هېرې کړي ، داسې افراط او تفریط واکمن وکړي چې خلک پر زاړه کفنکش شکر وکاږي.د ط.ا.لبانو دویم ځل واکمني د یوویشتمې پېړۍ یوه پوځي او سیاسي معجزه ده ، داسې یوه معجزه چې تر دې اوسنیو واکمنو یې هغو پخوانیو واکمنو په بریا کې زیات رول درلود. که هغوی ، شر او فساد نه وای کړی، پر لوټ ، تالان ، پرديپالنې ، فحشا ، منکراتو، رشوت ، غصب او د خپل ولس پر وژنې او سپکاوي یې لاس نه وای پورې کړی. نو شونې نه وه چې ط.ا.ل.بان دې یو ځل بیا واک تر لاسه کړي.تر واک وړاندې چې به دې هر ط، مشر سره خبرې کولې ، همدا به یې ویل ، اوس ط.ا.لبانو دنیا ولیده ، په سیاست او جنګ کې پاخه شول ، تېرې تجربې بیا نه تکراروي ، یو ټولمنلی حکومت جوړوي ، د فکر او بیان ازادۍ ته ژمن دي او نړۍ سره د تعامل لاره نیسي . خو کله چې واک ته ورسېدل ، په لومړیو کې یې له نرمښت څخه کار واخیست ، خو د وخت په تېرېدو سره یې په رګونو کې یو ځل بیا د تېر افراط وینه جاري شوه ، سره له دې چې په کلیاتو کې تر یوه حده ښه روان دي ؛ د قدرت جزیرې یې ختمې کړې ، غله او زورواکي یې ورک کړل ، د وسلې د راټولونې بهیر یې تر زیاته حده بریمن دی، خو جزیات یې بیا دومره ترخه دي چې د مثبتو کلیاتو تصویر یې تر سیوري لاندې راوستی. له ملي بیرغ سره حساسیت ، له هغه سره د مینې په تور د خلکو توهینول ، ګواښل ، د رسنیزو او مدني ازادیو محدودول او رسنیو ته په نارسمي ډول د داسې شرطونو وړاندې کول چې عملي کول یې د رسنیو د تړلو په مانا دي .
    هره ورځ پر ولس د یو نوي محدودیت او سانسور لګول ورو ورو نوی حکومت د خپل تېر حکومت د تجربو تکرار ته نږدې کوي .
    اوس نو په دې خاطر چې درې رنګه ملي بیرغ ته یوه پلمه پیدا کړي ، د ملي تلوېزیون لوګو یې هم پسې بدله کړله ، دا سره له دې چې دومره غټ او ستر کار نه دی ، خو د دې بدلانه تر شا پرته مفکوره او انګېزه ملي هویت او ملي ارزښتونو ته له ګواښه پرته بله مانا نه لري . حقیقت خو دا دی چې ملي تلوېزیون نه پخوا ملي و او نه اوس ملي دی ؛ په تېرو شلو کلونو کې یو وخت په بشپړ ډول د نظار شورا تر انحصار لاندې و ، بیا یې وروسته دولتي بڼه خپله کړه او د غني د ټامي ګروپ تر ولکې لاندې راغی او اوس په بشپړ ډول د ط . ا . لبانو د تحریک نشراتي ارګان دی، یوازې نوم یې ملي پاتې دی . د ټولو هېوادوالو هیله دا وه چې ملي تلوېزیون باید په رښتینې مانا ملي شي او د ملت د هیلو انځور واوسي . ملي تلوېزیون له خپلو نیمګړتیاوو او مجبوریتونو سره سره بیا هم د هېواد درسنیو په منځ کې خپل وزن او اعتبار درلود او ګڼ شمېر لیدونکي یې درلودل ، د لوګو پښتو متن کې یې که څه هم ( ی) ناسمه کارولې وه ، خو د ملي بیرغ په درې رنګه رنګ جوړې شوې لوګو یې د خلکو د زړه مینه ماتولی شوه . کوم څه چې په دې تلوېزیون کې ډېر ملي وو هغه همدا لوګو وه چې له بده مرغه هغه هم نن د پخواني حکومت د بیرغ په پلمه د مذهب په نامه د سیاسي تعصب ښکاره شوه.نویو چارواکو ته باید وویل شي چې درې رنګه بیرغ د پخواني حکومت میراث نه و ، دا د ولس میراث و چې نږدې له سلو کلونو راهیسې له یوه نسله بل ته انتقالېږي . له پخواني حکومت څخه خو ګڼ شمېر مقامونه ، څوکۍ ، وزارتونه او بانکونه هم پاتې ، چې نوي چارواکي پرې د ناستې له امله د راحت احساس کوي او له همدې مقامونو حکمونه چلوي . د ملي تلوېزیون له لوګو څخه چې دا درې رنګونه لرې کړې ، نو بیا ملي په څه شي شو؟ دا خو داسې مانا لري ، لکه سړي څخه چې (سړیتوب )واخلې او یا هم له مسلمان څخه چې اسلام لرې کړې ، نو بیا پاتې په کې څه شول ؟ ایا دا اوسنی رنګ په تېرو سلو کلونو کې کله هم د ملي رنګ په توګه استعمال شوی؟ که اوسني ځینې چارواکي له ملي کلمې او ملي بیرغ سره دومره حساسیت لري ، نو بیا خو به ښه دا وای چې د ملي تلوېزیون پر ځای یې ( اسلامي تلوېزیون ) اصطلاح کارولې وای. چې هر څه د دوی په خوښه برابر شوي وای ، نو چې نوم یې ( ملي ) وي، رنګ او محتوا یې بیا بېله او ان متضاده وي ، دا خو نو له نومونو او اصطلاحاتو سره لوبې کول دي ، عیناً لکه د چا تخلص چې ( ننګ او یا غیرت ) وي ، خو خپله بیا ننګ او غیرت و نه لري یا یې هم تخلص دانش وي ، خو خپله بې دانشه وي.اوس خو هسې هم هر څه په یوه هنداره کې کتل کېږي ، نو د دې لپاره چې ( ملي ) کلمه یو څه د ارامۍ ساه واخلي ، ښه دا ده چې د ملي تلوېزیون نوم دې یا ( اسلامي تلوېزیون شي او یا دولتي ) په دې ډول به اسم له مسمی سره له مانیز پلوه رابطه پېدا کړي او د افراطي دینپالو جذبه به هم سړه شي.
    که چېرې اوسني چارواکي د اوس په شان خپل لومړیتوبونه درک نه کړي او د کلیاتو پر ځای پر جزیاتو مصروف شي او یا ټول نظام د مذهبي پولیسو د یو وزارت تر انحصار لاندې راولي ، نو دویم ځلي ماته به یې تر هغې پخواني هغې څو ځله ، هم خپله دوی او هم ولس ته ډېره دردوونکې وي .
    چارواکي باید دا تفکیک وکړای شي چې اوسمهال د دوی لومړیتوبونه دا دي چې له نړیوالو سره اړیکي ټینګ کړي ، چې نړیوال مشروعیت خپل کړي ، په کور دننه کورنۍ مشروعیت راخپل کړي ، خلکو ته د کار زمینه برابره کړي ، امنیت لاپسې ټینګ کړي ، پر ایران او پاکستان له اتکا څخه ځان وژغوري ، پرمختیاييي پروژې پلې کړي ، خلکو ته خپل پورونه ورکړي ، د تجارت ، صنعت او کرنې پراخیتا ته لاره اواره کړي ؟؟؟او کنه دا دي چې د تلوېزیونو لګوګانې بدلې کړي ، د درې رنګه بیرغ پر ځای سپین بیرغ وکاروي ، د رسنیو د پروګرامونه په بګرونډ کې د موسیقۍ زیکنال چک کړي او داسې نور کارونه؟
    که حالات همداسې روان وي ، نو یو ځل بیا به تېرې ترخې تجربې تکرار شي او دا ټول نظام به یو ځل بیا د تېر په څېر د څو تنګنظرو اشخاصو د مضر افراط قرباني شي او بده یې لا دا ده چې د دې ټولو تېروتنو کفاره به یو ځل بیا د هغه مظلوم پښتون ولس پر اوږو بار وي چې په تېرو شلو کلونو کې هم د ط ، په نامه و ټکول شو ، د ط، په واکمنۍ کې د نشنلیست ، ملتپال او هویتپال په نامه ټکول کېږي او د دې نظام تر سقوط وروسته به یو ځل بیا د ملاصاحبانو د اشتباهاتو کفاره ورکوي ، خدای دې خیر کړي د وطن او د ملګرو …

  6. MULA HIBATULLAH IS NOT EXACTLY GIVE ORDER.
    MULA HIBAT IS ONE PAKISTANI MAZDOOR
    EVERY THING IS ONE PAKISTANI AGENDA AND MULA FALLOW.
    I HOPE THIS BLACK PERIOD WILL PASS SOON.INSHAL LAH
    NOW ANIMAL KINGDOM IS IN POWER
    TALIB&PAKISTAN WILL TOGETHER WILL GO DOWN IN BLACK HOLE.

  7. کلمې ته په احترام مګر ستا په سپین بیرغ د سپي متیازې وکړم. ستا د غلامۍ دوره به هم انشاالله ډیر زر تیره شي او مونږ به بیرته د ازاد افغانستان د درې رنګه بیرغ خاوندان شو. ستاسو د سپګن او نه د پنجابي په لاس کې دا هیواد پاتې کیدونکی ندی او ډیر زر به ستاسو توره دوره د تل لپاره پای ته ورسیږي. انشاالله

  8. پورته ملګریو ویلی
    بیا ویایم چه دو دپونجاب جنریلونو کور دی

    طوالبان خو لکه ځوناور دهغو امر منی
    طوالیبان ددی وطن نو دی، دو نوکران دی
    غولاموان دی

  9. دری رنګه بیرغ زمونږ د سلو کالو څخه را پدی خوا د هر اصیل افغان زړونو کی ښکل شوی دی ، که له دیوالو او لوحو پاک یی کړی ، زمونږ له زړونو به یی څنګه لری کړی، دا هسی بیځایه هسه ده او ژر به پری پیښمانه شی ، لکه څنګه چه د بامیانو د بدا مجسمو په ورانولو پیښمانه شوی یاست

  10. قسم دی د دغو خلکو سحت طرفدار وم خو دې کار یې سخت ودردولم. نو سخت احمق وم چې د پاکستان غلامان مې نه ولو پېژندلی
    دا خبره سمه ده چې طالب ملي ضد او افغانستان ضد ډله ده.
    جبیبزی

  11. طالبان یا ډېر ناپوه خلک دي او یا واقعاً واګې یې په اسلام اباد کې دي. دوی یوازې د ملي بیرغ په منلو که لسګونه ملیونه نه وي د لکونو خلکو زړونه خبلولی شوای. د هغو خلکو چې اثر لري، باسواده دي. ممکن د ساده باده بزګر لپاره به مهمه نه وي چې بیرغ یې څرنګ دی. بزګر به حتي په دې خبر هم نه وي چې د افغانستان بیرغ کوم رنګ و. په ملي بیرغ باسواده طبقه خوشحالیږي، هغه طبقه چې نظر بیانوي او نظر یې په افغانستان او نړۍ کې اورېده شي. طالبانو له دې طریقه د خپل داخلي مشروعیت په ترلاسه کولو کې لویه ګټه کولای شوای خو ویې نه کړه او ځان ته ورځ تر بلې دښمنان زیاتوي.
    سروزه وال

  12. ملا هیبت الله خاص د ای اس ای نفر دی اوس افغانستان د پاکستان 5صوبه ده هر سه چی پاکستان وغواری هغه شی کیژی بدبختانه .جهان پیشرفت حالت کی دی افغانستان د بیسوادی حالت ته روان دی

  13. بوی د ادم بوی دی
    ادم نشته
    بوی یی شته
    دا مړی به لا تر کومه په مونږ باچای کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب