یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، د سیمې له اجماع پرته د طالبانو حکومت په رسمیت...

پاکستان وايي، د سیمې له اجماع پرته د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني

تاند(شنبه، د حوت ۲۲۸ مه) په ملګروملتو کې د پاکستان استازی منیر اکرم وايي، هیواد به یې هغه مهال په کابل کې د طالبانو حکومت د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپېژني چې په دې برخه کې په ځانګړي ډول د سیمې د هیوادونو ترمنځ اجماع وي.

د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو موضوع د پنجشنبې په ورځ هغه مهال مطرح شوه چې امنیت شورا په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د ملګروملتو د رسمي اړیکو ټینګېدو ته په داسې حال کې رایې ورکړې چې هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ په ۱۴ رایو په افغانستان کې د ملګروملتو ماموریت د یوه کال لپاره تمدید کړ.

یوازې روسیې د افغانستان د ماموریت د تمدید پریکړه لیک ته سپینه رایه ورکړه.

په ملګروملتو کې د دغه هیواد سفیر واسیلي نیبینزیا (Vassily A. Nebenzia) وویل، د دې لپاره یې سپینه رایه ورکړه چې طالبانو ته د ملګروملتو د چوکۍ د ورکولو غوښتنه ونه منل شوه.

طالبانو څو میاشتې وړاندې له ملګروملتو غوښتي وو چې د افغانستان چوکۍ د دوی استازي سهیل شاهین ته وسپاري خو ملګروملتو ورسره موافقه ونه کړه.

د چین سفر ژانګ جون بیا وویل، د ۲۰۰۱ له اګست څخه، چې طالبانو کابل نیولی دی، افغانستان یوه نوي پړاو ته داخل شوی نو د دغه هیواد له وضعیت سره د چلند لپاره نور نرمښت ته اړتیا ده.

سره له دې چې باور کېده چې پاکستان به لومړنی هیواد وي چې د طالبانو حکومت به په رسمیت پېژني خو تراوسه پورې دې هیواد د نړۍ هیوادونو او په ځانګړي ډول د سیمې هیوادونو ته انتظار ایستلی دی.

پاکستان په نولس سوه نوي یمه لسیزه کې یو له درو هیوادونو څخه و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی و.

کله چې پرون په ملګروملتو کې د پاکستان له سفیر څخه پوښتنه وشوه چې ایا په افغانستان کې د ملګروملتو د ماموریت تمدید به د طالبانو د حکومت درسمیت پېژندلو په اړه د پاکستان اوسنی دریځ بدل کړي، ده وویل، پاکستان به هغه مهال د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني چې په دې برخه کې اجماع وي په ځانګړي ډول د سیمې د هیوادونو ترمنځ.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب