یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهحميد خراسانی: پنجشېر والي مې ګوښه کولای نه شي، زما آمر سراج...

حميد خراسانی: پنجشېر والي مې ګوښه کولای نه شي، زما آمر سراج الدين حقاني دی

تاند:(یکشنبه، د حوت ۲۹ مه) د پنجشېر د امنيه قومندانۍ د امنیت له آمریت څخه ګوښه شوي مقام عبدالحمید خراساني له دندې څخه د ګوښه کیدو پر وړاندې غبرګون ښودلی.

خراساني، چې د پنجشېر لپاره د طالبانو والي مولوي قدرت الله یې پر ځای یو بل کس د امنيت د آمر په توګه معرفي کړی، ویلي چې والي یې د ګوښه کولو صلاحيت نه لري.

د هغه په وينا، د ده آمر سراج الدين حقاني دی او د هغه په امر‌ به اقدام وکړي.

خراساني زياتوي چې له وسله والو کسانو سره یې لا هم په پنجشير کې دی او د سراج الدين حقاني د امر په تمه دی.

عبدالحمید خراساني د طالبانو د پنجشېر والي له خلکو سره په ناوړه چلند، خیانت او ظلم تورن کړی، خو د پنجشېر لپاره د طالبانو امنیه قومندان مولوي داد محمد بتار ویلي، چې خراسانی «منافق» دی او له دوو مياشتو راهيسې له دندې ګوښه شوی.

عبدالحمید خراسانی د کابل په شمال کې د یوې جنايي ډلې مشر و، چې په ۲۰۱۹ کې د ولسمشر د لومړي مرستيال امر الله صالح په مستقيم امر بندي شوی و.

نوموړي يو ځل په یوه خپره کړې ویډیو کې د افغانستان ملي بيرغ سوزولی او پښتنو ته سپکې سپورې ویلې وې چې د امر الله صالح په سخت فشار يې له ملت څخه بښنه وغوښته.

هغه د جمهوري نظام په وروستيو کې پنجشېر ته لاړ او په څو خپرو کړو ویډیو ګانو کې ېې يو شمېر شپانه په دې دليل شکنجه او له پنجشېر څخه وشړل چې ګواکې پښتانه او د ده په نظر طالبان دي.

يو شمېر خلکو د نوموړي په ګوښه کیدو خوښي ښودلې او ویلي چې طالبان بايد خپلې لیکې له داسې کسانو تصفیه کړي.

ځينې شنونکي بيا باور لري چې د خراساني او په پنجشير کې د طالبانو د والي ناندرۍ له کابله رهبري کیږي او دا د طالبانو د ملا برادر ډلې او حقاني شبکې جنجال دی.

طالبانو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. دا رڼډۍ ته وګورۍ تر پرون يې پښتون کوچي له پنجشيره سړل نن دغه رذيل د خنزير کباړي د وهابۍ د زوی حرامي جمالدين د ای ايس ای د جنرال تر سيوري لاندي دريږي. هو د ګوډي زامنو د کباړيانو وينه مردار ده. تر پرونه دغو درويزه کوله نن ګوره واک ته ورسيدل او خراسانی يې ملا کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب