یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهسختو توپانونو له ازبکستان او ترکمنستانه د وارداتي برېښنا مزې پرې کړي

سختو توپانونو له ازبکستان او ترکمنستانه د وارداتي برېښنا مزې پرې کړي

تاند:(یکشنبه، د حوت ۲۹ مه) د افغانستان د بریښنا شرکت چارواکو ويلي چې په ازبکستان کې د سختو توپانونو له امله ‏کابل ته د ازبکستان او په هرات کې د سختو توپانونو له کبله د ترکمنستان د وارداتي برېښنا مزې پرې شوي دي.

‏د افغانستان برښنا شرکت چارواکو ويلي، هڅه کوي چې یاده ستونزه ژر تر ژره حل کړي چې برېښنا بېرته عادي حالت ته را وګرځي.


‏ د برېښنا شرکت په يوه اعلاميه کې راغلي چې د دې پېښې له خبرېدو وروسته سمدستي لاس په کار شوي او له تاجکستان او ترکمنستان هېوادونو څخه یې یو یو سرکېټ کابل ته وصل کړی، چې کابل ښاریانو ته برېښنا ورسوي.

د کب په وروستيو کې هر کال په افغانستان کې موسمي بادونه، توپانونه او ورښتونه وي.

د خلکو انديښنه بيا دا ده چې د بریښنا د پرې کیدو دليل پر بریښنا شرکت د بريښنا ورکوونکو هېوادونو پریمانه پورونه نه وي.

د افغانستان برښنا شرکت له مختلفو ګاونډيو هېوادونو څخه په لسګونه میلیون ډالره پوروړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب