تاند:(یکشنبه، د حوت ۲۸ مه) د طالبانو د استخباراتو له لوري په کابل کې د پاکستان ضد يوه لاريون سمبالګر عظيم عظيمي له تېرو څو مياشتو راهيسې نادرکه دی.
يو شمېر افغان فعالانو د نوموړي د نادرکه کيدو سخت انديښمن کړي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخواني مرستيال هارون حکيمي ويلي: «یوه پخواني چارواکي ته مي چي اوس د طالبانو ملاتړی دی، د عظیم عظیمي د راخلاصولو په برخه کي د همکارۍ وویل؛ معنا داره خاموشي یې اختیار کړه. خدای دي وکړي چي ضایع کړی او یا یې پاکستان ته سپارلی نه وي. زه اندېښمن یم.»
په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو مخکينۍ استازې ښکلا ځدراڼ هم په دې اړه انديښنه څرګنده کړې او ويلي:« تر ننه پورې چې هرڅوک بندي شوي د اعتراضونو په پایله کې بیرته خوشي شوي اما د عظیم په اړه هیڅ احوال نشته، آیا طالبانو هغه وژلای؟!عظیم عظیمي باید آزاد او خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.»
عظیم عظیمي د تېرې جنورۍ په ۱۸مه وروسته له هغې طالبانو ونیوه چې کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د تګ په غبرګون لاریون پلان کړی و.
د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست ویاند خلیل همراز د نوموړي نيول کيدل تاييد کړي او تور يې پورې کړی چې عظيم عظيمي د هېواد د امنیت د ګډوډولو په تور نیول شوی.
د طالبانو منتقدان پر دوی تور لګوي، چې د پاکستان د نفوذ له کبله یې پاکستان ضد ملتپال غږونه خاموشه کړي او د ځپلو لپاره يې په پراخو هڅو اخته دي.
طالبانو ډېر منتقدان له نیولو لږ وروسته بيرته له بنده خوشې کړي، خو ويل کيږي چې پاکستان ضد فعالان يې نه بښلي او نه یې د بښلو وسه لري.
د طالبانو د استخباراتو اداره، چې د داسې نيونو او شکنجو اصلي مرکز دی، د پاکستان په وفادارۍ د ډېرې مشهورې طالب ډلې « حقاني شبکې» په کنټرول کې ده.
عظیم عظیمي خپلې کورنۍ ته روغ رمټ وسپارئ ! دا زموږ د افغان ولس کلکه غوښتنه ده !!
تالبه د پاکستان لپاره به خلک ووژنې بندیان به یې کړې او حتی جلا وطن به یې کړې مګر ذهنونه نشې بدلولی. ستا په تیره دوره کې د پاکستان د قونسلر په امر د ننګرهار د طب پوهنځي محصلین شهیدان کړی شول او ځینې بندیان شول مګر ذهنونه بدل نشو. همغو بندیانو محصلینو ستاسو په ضد مبارزه وکړه او ستاسو د هر دوښمن سره ستاسو په مقابل کې په نره وجنګیدل.
د پاکستان سره دوستانه اړیکی ساتونکی ته که هغه د ملا ، پیر ، سکولر ،قوم پزست او مجاهد په جامه کی وی په افغانستان کی تل د شاشجاع په سترګه ورته کتل کیږی او مقایل یی وزیر اکبرخان، ایوب خان او ملاله یادیږی ، ځکه پاکستان د فرنګی او انګریزی سکی دوهم مخ دی .
maybe talibs kill them/because talibs are under control of pakistan.
afghans are against pakistan ./talibs will not stay for long time.
power by the peoples.
you arrest journalists/remove national trial color flag.
as soon peoples will standup against talib and pakistan.
always be afghan nation.
د پنجاب استخباراتو،خاد،پوتین او صالح نیونې،تعذیب ، وژنې او تورونه ټول سره ورته دی ،او دا روش ازمایل شوی،نه یواځې اسلامی ندی،حتی چې انسانی هم ندی،موږ افغانانو د دوی ټولو وحشت او درندګی لیدلې ده او ټپونه یی لا ژوندی دی؛د خلق و پرچم نه تر خاد او صالح پوری له سلو زرو ،یو ،یو را یادوم چې تیرې خاطرې او دهغې درسونه او عبرتونه ټولو ته ور یاد کړم او هغه پرده او ګَر دډغفلت چې کرسۍ،صلاحیت،بی قاعدی امتیازات،لنډکروزر،باډی ګارد،غوشی اوپلوان،ترسل کیلوګرامه زیات وزن،دریم او څلورم ودونو او په ټوله کی دبی حسابه نعمتونو او امانتونو ضایع کولو د امراء او علماوو پر زړه او سترګو غوړولې ده،اوعملاََ ثابته شوه ،چی دِالله متعال په ښه اجر ورکولو کامل ایمان ڼلری ،او لکه تیر مفسدین نفس ورباندی غالب شو ،نو مسئولانه محضاََ لله یی پام واړوم۰
د دهمزنګ او پلچرخی شهیدان؛له محصل،استاد،انجنیر ،داکتر او مولوی نه تر صدراعظم پوری
بیا د ستالین د ړندو مقلدینو مېلیونی وژنې،ورپسی د صالح او انتحاری وژنی ،بیا دطالبانو د رهبرانو وژنه ،خرڅول او زندانی کول د ملا برادر،ملاضعیف او سلګونه نور،زندان او شهادت د مرد علم و جهاد شهید یاسر او امثالهم۰
بیا د۰نیازی،د۰عبدالباقی امین،استادمژده،مولوی مفلح او سلګونه نور هغه جنایتونه او رذالت دی،چې
دانسانیت او عدالت کاذبو مدعیانو د ځان د بقاء لپاره د خپل ارذلیت اثبات ،ملت او امت ته وړاندی کړی
دا ټول ،جاهل او ظالمو حکامو د خپل ځان ،حفظ کرسی او توسعه فساد لپاره مرتکب شویدی،خو د انسانیت،ایمان،علم او تعقل تقاضا دا ده چې دِ حضرت عمر رضی الله عنه د ادنی لاروی په ټوګه که
الحمدلله نشو ویلای ،نو داړل او وژل یی حرام وګڼو،په انسانیت،ادب او احترام سره ،متقی علما ورسره بحث وکړی ،او که قناعت یی درکړ،د الله لپاره یی ومنه ،او عملی یی کړه۰
دا خلک د وطن او ملت جوړونی ،رجال او اتلان دی،داسی خلک ډیر کم وی