ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد
که د خپل هيواد له کږليچونو څخه د ډکو ستونځو د حل په تړاو فکر کوو نو ځينې ترخه واقعيتونه منل او د سمون په هڅو باندي تمرکز کول مو حياتي اړتیا ده. په داسې بحثونو باندي وخت تيرول به مو ستونځه نوره هم پيچلې کړي چې څوک د چا ګوډاګى وو، چا د خپلو شخصي ګټو لپاره زموږ ملي ګټې ترپښو لاندې کړې او چا د چا د ګټو لپاره جګړه وکړه وروڼه يې ووژل او هيواد يې ويجاړ کړ. يوازې دومره ويل هم بسنه کوي چې په افغانانو کې داسې اړخ نشته چې لږ يا ډير د پرديو د ګټو لپاره په کار کولو باندې تورن نه وي.
شک نشته چې اوسنيو چارواکو د پرونيو په شان فساد ته په عمودي او افقي ډول وده نه ده ورکړي، خو ستونځه داده چې له نړيوالو او افغان ولس سره د ژمنو ماتولو او د سياست له کږليچونو سره د نابلديت له امله يې هم ځان او هم هيواد ته سخت زيانونه ورسول او لا هم دوام لري.
د اوسني حکومت لپاره بهترين فرصتونو شتون درلود چې د بين الافغاني سولې نه کولو له امله له لاسه ووتل. په زور کابل ونيول شو. واک د غنيمت د اموالو په شان وويشل شو، نا اهله افراد په دندو باندي وګمارل شول. په وړو او عادي مسایلو باندې له ولس سره د تقابل حالت نيول کېږي. دا ټولې هغه نيمګړتياوې دي چې د عمده موخو د ترلاسه کولو په وړاندې د اوسني حکومت د پرمختګ مخه نيسي. نظام ټکني کوي او چارواکي په ولس کې د انزوا خواته بيايي.
له اوو مياشتو وروسته بايد د سمون لپاره پياوړي ګامونه پورته شوي واى. اوس خو هر وزير والي ولسوال قومندان کورنۍ او بهرنۍ پالیسي جوړوي جدا جدا ستراتیژی لري، هم قاضي دى پرپکړه کوي او هم يې ځان د عملي کولو مسئول ګڼي. له ولس سره د چارواکو چلن د پالیسي په چوکاټ کې نه بلکې د کورنئ روزنې شخصي استعداد او علمي وړتیاو پربنسټ سليقوي دى.
موږ نيمګړتياو ته ګوته نيسو، خو د نظام د نسکوريدو پلوي د تيرو تجربو له مخې د تازه ناورين له وژونکو څپو سره د هيواد د مخامخ کيدو له ويرې نکوو. پوهيږو چې د تير نظام د نسکوريدو زيانونه هم موږ وګالل، که اوسنى نظام نسکورېږي، نو درنه بيه يې بيا هم موږ ولسونه ورکوو، خو اصلاحات اړين دي.
که زموږ د ولس نننى ترينګلى وضعیت د پرونيو چارواکو دفساد بيه ده او دغه زيانونه پوره کول به لسيزې ونيسي، خو دا هم واقعيت دى چې اوسني چارواکي هم پريښتې نه دي. انسانان دي، نيمګړتياوې او عيبونه لري. خورا اړينه ده چې د اوسنيو حاکمانو د اصلاح لپاره په هغوى باندې نيوکې وکړو. نيوکې باید له اخلاقي چوکاټ څخه وتلي نه وي او چارواکي بايد انتقاد د مخالفت په معنا نه بلکې د سمون لپاره مناسبه تګلاره وګڼي.
حکومت تراوسه پورې له خپل ولس څخه د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره هيڅ نه دي کړې او له بهرنيانو څخه د مشروعیت ترلاسه کول د کورني مشروعیت په رڼا کې تحقق مومي. نړيواله ټولنه تعامل کوي، ځکه چې نه غواړي افغانستان ته د شا اړولو له امله يو ځل بيا د سيپټمبر يولسمې پېښې ته ورته وضعیت سره مخ شي او د نړيوالې ټولنې ذغه ذهنيت موږ ته د ريفورم فرصت برابروي. باید ياد ولرو چې زموږ د اوسنى اقتصادي وضعیت قطعاً د توجیه وړ نه ده او دوام به يې خطرناکې پايلې ولري.
که موږ غواړو چې د پرديو له مغرضانه داسې فرمايشونو څخه نجات ومومي چې زموږ له ارزښتونو سره په ټکر کې وي، نو راځئ په خپل غولي مشروعیت ولټوو. د خپل هېواد له قومي، سمتي، طبقاتي، فکري او مذهبي تنوع څخه په استفاده د ولسي استازيتوب په اصولو ولاړې لويې جرګې څخه د خپل نظام، قانون او حکومت د مشروعیت غوښتنه وکړو. د جرګې ډيرى غړي باید د ملت له منځه را ټوکيدلي، د ولس له ملاتړ څخه برخمن، په ديني او ملي ارزښتونو باور او د وخت په غوښتنو باندي بلديت ولري.
د يوه مشروع او په ولسي ارادو ولاړ اسلامي حکومت بنسټ ايښودل يقيناً له چارواکو څخه د اسلامي پرنسيپونو په چوکاټ کې انعطاف او دداسې امتیازاتو قرباني غواړي چې له ځان سره ساتل يې د اوسني حاکمانو لخوا شرعي مکلفیت نه دى.
د سرپرست حکومت لپاره د وخت ټاکنه او د وخت له ختمېدو مخکي په ملي کچه تأئيد شوي حکومت ته د واک سپارل اړتیا ده. خورا اړينه ده چې د سمون پيل د بن د پريکړو په شان په قومونو او ژبو باندې ويشلى حکومت جوړول نه، بلکې د قومونو او ژبو د تناسب په نظر کې نیولو سره په ارزښتونو، معتقداتو او ارزښتونو ته د چارواکو د ژمنتيا او سپيڅلتيا په معيارونو ولاړ حکومت جوړول اړين دي. موږ باید په ملي او نړيواله کچه يو منل شوى نظام، منل شوى اساسي قانون او د قواوو د تفکيک پربنسټ درې واړه دولتي اورګانونه ولرو. په ګمارنو کې که ستونځه د اعتماد وي، نو ملايان هم پريښتې نه دي. بله دا چې موږ د پلټنو ادارې لرو. پاک افراد دې په همدغو ادادو کې په دندو باندې وګماري. ټول مسئولين له استثنا پرته باید د اړونده ادارو د افرادو لخوا په دائمي توګه وڅارل شي.
له بهر ميشتو افغان سياستوالو سره د اړيکو لپاره د لوړې کچې کميسيون ټاکل نيکمرغه پيل دى، خو د مذاکراتي عمل په برخه کې زموږ د سياسيونو شاليد متاسفانه د شخصي امتیازاتو په راکړه ورکړه را څرخيږي. سپارښتنه مو داده چې خبرې باید اشخاصو ته د سياسي باج ورکولو پربنسټ نه، بلکې د سمون او بدلون په موخه اساسي اصلاحات وي
څومره به ښه وي چې موږ په منځمهاله توګه داسې طرزالعمل رامخته کړو چې د يوه ځانګړي منل شوي ميکانيزم له لارې د هيواد د ښيرازي او ولسي چوپړتيا په ترازو کې د واک ترلاسه کولو غريزه د يو بل له وژلو او خپلمنځي جګړو پرته اشباع شي. د يو بل رول نقش او اغيزې ومنل شي. په کنډواله او ويجاړ هيواد، پرديو مرستو ته سترګې په لاره ولس باندې د حکومت کولو پرځاى په زرغون هيواد او سوکاله ولس باندي حکومت وشي او د دغه هدف ترلاسه کولو لپاره د هر افغان استعداد باید وکارول شي. که مو داسې وکړاى شول، نو بيا پوه شئ چې ګټلې مو ده.
سلام
زما هدف دې تبصره کې دسیل بین په توګه نه دی .
دفسبوکی یرغل په وړاندې،دماشومانه یوتیوبی ګنګ ډوله اوا ستخباراتی رسنیوکې دساری ناروغیو په شمیره کې دادی دملګرو ملتو سازمان ببرو هم راڅرګندشو.نوخکه ګوتریش دسازمان مشر په خپله سندره کې دتروریزم ټاپه یوځل بیاپرافغانستان وهی. وایی یوه شپه عمر بن عبدالعزیز(رح) ۷۱۷-۷۲۰ م دډیوې رنا ته سرکاری کاغذونه مطالعه کول چې غلام نبی راغی او دکور کومه موضوع یې ورته بیان کړه عمر فورا ډیوه مړه کړه هغه ورته وویل چې ولې دې دادیوه مړه کر ه ؟هغه وفرمایل په سرکاری تیلو باندې په شخصی معاملاتو خبرې کول حرام دی. دې ته دیانت وایی!
راغلو د مشروعیت خبرې ته داچې خلک،نړۍ،هغه او دغه ،مخالف او موافق څه وایی دادموضوع یو اړخ دی خو څلور بنستیزه اړخو نه داسلامی امارت مشروعیت سره کلک تړاو لری طالبان یې منی او که نه دابیا دهغو کاردی خو خنډیدل یی په کار نه دی . طالبان باید دټولنې عینی او ذهنی شرایطو ته په کتوسره لا ره پرانیزی اودوخت جبران وکړی . سیاست په اټکل او احساساتی ګیلو اوګذارو نه کیږی .
۱- طالبان باید ولسی مشروعیت دننه تر لاسه کړی او پر ولس باور من اوسی
۲-بیرغ او سمه اداره رامڼخ ته کول دا یو ضرورت دی
۳- اساسی قانو ته ژمن وی او دبهرنی سیاست غم وخوری
۴- شورا جوړول یا مقننه قوه فعالو ل یوضرورت دی
۵- دساړه جنګ په وړاندې مناسب ،باقاعده ، متمرکز او هراړخیزه سوچ اوسنجش
بهرنی سیاست له همدې خبرو راوځی موږ بیا ووینو چې څوک له رسمیت پېژندلو څخه ډډه کوی !
ښاغلی سیداحمذ بلال فاطمی ،هاتف مختار ،او یوشمیر نور دبهرمېشتو افغان سیاستوالو له جملی څخه دی چې زیات پر مسایلو کې راڅرخی دکمیسیون طرح هم دوی یاده کړه. کور مو ودان خوښ اوسی .
.
سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
ښه موضوعات مو را سپړلي او پرځاى وړانديزونه مو کړې دى. زه درسره په بشپړه توګه همغږى يم