جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهله ازبکستانه د وارداتي برېښنا مزي بیرته وتړل شول

له ازبکستانه د وارداتي برېښنا مزي بیرته وتړل شول

تاند:(يکشنبه، د حوت ۲۹ مه) د افغانستان د بريښنا شرکت چارواکي وايي، چې افغانستان ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا پرې شوي مزي يې بيرته تړلي او د بريښنا د نشتوالي ستونزه حل شوې ده.

دا مزي پرون په ازبکستان کې د سخت توپان له کبله پري شوي وو.

‏د بريښنا شرکت چارواکي وايي چې اوس په کابل او نورو هغو ولايتونو کې د بریښنا ستونزه بيرته حل شوې چې د ازبکستان له بریښنا څخه برخمن وو.

پرون په هرات کې د سخت توپان له کبله له ترکمنستان څخه هم د وارداتي برېښنا مزي پرې شوي وو.

د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه بريښنا له ګاونډيو هېوادونو څخه برابرېږي.

د نړیوالې ټولنې له ۲۰ کلن حضور او زرګونه میلیارد ډالرو لګښتونو سره سره د بريښنا په تولید پانګونه نه ده شوې.

د افغانستان پریمانه اوبه له څو لسيزو راهیسې په وړيا ډول ايران او پاکستان ته روانې دي او ويل کېږي چې دا دوه هېوادونه د افغانستان د بې نظامه ساتلو لپاره د نورو ګټو تر څنګ د پریمانه وړيا اوبو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...