Homeخبرونهپاکستاني پولیسو د ملتپال هنرمن کرن خان سپکاوی کړی

پاکستاني پولیسو د ملتپال هنرمن کرن خان سپکاوی کړی

تاند:(يکشنبه، د حوت ۲۹ مه) له پېښور څخه راپورونه وايي چې پاکستاني پوليسو د مشهور ملتپال هنرمن کرن خان کرن د موسيقۍ پر محفل حمله کړې او د موسيقۍ آلاتو د ماتولو تر څنګ يې د هغه سپکاوی کړی دی.

په دې اړه له دې کبله دقيق جزییات نشته چې د پوځ او استخباراتو د ديکتاتورۍ له کبله په پاکستان کې د بيان ازادي نه شته او داسې جنايتونه پکې نه رسنيز کیږي.

په ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه خلکو او هنري څېرو توند غبرګونونه څرګند کړي دي.

د پښتو مشهور شاعر او هنرمن امجد شهزاد په دې اړه ويلي:« کرن خان زمونږ ورور زمونږ يار دے او هنر او سندره زمونږ د کلتور يو ځلنده برخه ده ـ کرن خان ټول عمر د باچاخانۍ سندرې وٸيلې دي».

ښاغلي شهزاد له پښتنو ملتپالو ادرسونو غوښتي چې په دې اړه غلي پاتې نه شي.

نوموړی زیاتوي:« پکار ده چې زمونږ قامي ګوند عوامي نېشنل پارټي د پوليس ګردۍ او د پوليس په جامه کښې د طالباناٸزېشن او ښکاره ترهګرۍ په خلاف سخت غبرګون ښکاره کړي او په دغه اړه عملي او قانوني ګامونه پورته کړي».

پاکستاني پولیسو د خپل دغه اقدام دليل نه دی روښانه کړی.

د پاکستان حکومت او اړوندې ادارې له پخوا څخه د پښتنو ملتپالو ډېرې څېرې ځورولي او  مجازات کړي دي.

کرن خان کرن د پښتو ادبياتو دوکتورا لري او د موسيقۍ وتلی ستوری دی، چې ډېری سندرې يې د پښتنو د ويښتيا او په دې برخه کې د پاچا خان د فکر خورونکي دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...